د پاکستان د کراچۍ له نړیوال هوایي ډګر څخه د پنجاب صوبې بهالپور په لور الوتې الوتکه پي کی ۵۸۶ له الوت څخه نیمه ګینټه روستو بېرته د کراچۍ په هوایي ډګر کوزه کړې شوې ده ـ
د پي آی اې ویاند سلطان احمد رسنیو ته ویلي، یوه مساپر هڅه وکړه چې الوتکه وتښتوي، نو ځکه الوتکه بیرته کوزه کړل شوه.
د هغه په خبره، الوتکې د کراچۍ پر هوايي ډګر بیړنۍ ناسته کړې ده.
سلطان احمد زیاتوي، په الوتکه کې ناست ټول کسان روغ رمټ دي.
عیني شاهدان وايي، د الوتکې تر بیړنۍ ناستې وروسته ګڼ شمېر ایمبولانسونه او د اور وژنې ګاډي الوتکې خوا ته رسېدلي دي.
د دې تر څنګ د کراچۍ هوايي ډګر امنیت لا پسې ټینګ کړل شوی دی.
ځايي رسنۍ وايي د الوتکې تښتونې ګواښ کوونکی مساپر جاوېد انصاري نومېږي او هغه د کراچۍ د ډیفنس سیمې استوګن دی چې په کې زیاتره شتمن خلک اوسي.
مشکوک کس امنیتي ادارو نیولی او له هغه پوښتنې روانې دي.