په عربو کې د پښتنو مزدورانو ژوند

مزدوران په دوبۍ کې له ستړیا وروسته دمه کوي

پراګ : د یو اټکل له مخې په متحده عرب اماراتو کې شاوخوا څلوره لکه (۴۰۰۰۰۰) پښتانه ژوند کوي. د دې تر څنګ په لکهونو نور د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کې د مزدورانو په حیث د ژوند ورځې شپې تېروي.

دا چې دا مسافر او په مزدوریو پسې ورک پښتانه له کومو ستونزو سره مخامخ دي ، د دوي حقونه څه دي او دوي ولي دې ته اړ شوي چې له خپل وطنه ولاړ شي.

د مشال رادیو د دې اونۍ د ً کرښې پر غاړه ً خپرونه هم دې موضوع ته ځانګړې شوې ده چې مېلمانه په کې د مسافرو پښتنو پر ژوند او ستونزو خبرې کوي.

په دې یو ساعته خپرونه کې له دوبۍ څخه د مزدورانو د اتحادیې مشر نظار یوسفزی ، په ابوظبۍ کې یو مزدور کشورخان او د پاکستان د بشري حقونو د کمیشن استازی او د قانوني چارو کارپوه شیرمحمد برخه اخلي.

د خپرونې کوربه د مشال راډیو همکار شاهین بونېری دی. تاسو دا خپرونه له دې لادندیني لینک څخه اورېدلای شی.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د کرښې پر غاړه خپرونه واورﺉ