فرخنده وزیر، مشال راډیو
پراګ - د اېټالیا په تورینو ښار کې د اېنجینرۍ پوهنتون پښتنو زده کوونکیو یوه کلتوري غونډه کړې ده.
په دې غونډه کې ګډونوالو سندرې ویلي او مشاعره یې کړې ده.
په غونډه کې نه یواځې زده کوونکو بلکې، له نورو سیمو راغلي پښتانه هم ول چې خپلې جامې یې په غاړه کړې وې او دودیز پښتانه خواړه یې پاخه کړي ول.
دا ښار د کتابتونونو، باغونو، او میوزیمونو له پاره مشهور دی.
د پښتنو شمېر په دې ښار کې له دې وروستیو کالونو راهیسې زیاته شوې ده او د دې یو مهم لامل د انجینرۍ پوليتخنیک پوهنتون دی.
په دې پوهنتون کې شا و خوا ۱۰۰ پښتانه محصلین زده کړه کوي.
دلته پناه غوښتو له پاره هم کډوال پښتانه راغلي او اوسي.
د پوهنتون زده کوونکو په لومړي ځل داسې کلتوري غونډه کړې ده.
ناصر خان د دیر د پښتو ژبې او کلتور په اړه خبرې وکړې او حمید و عدنان مزاحیه خاکې وړاندې کړې.
د غونډې ګډونوالو هوډ وښود چې د دې پروګرامونو لړۍ به نه ماتوي.
د دې غونډې تابیا د خیبر پښتونخوا صوابۍ فهد خان یوسفزي کړې وه او هغه یې کوربه وو.