د پاکستان د دفا ع وزير احمد مختار ويلي دي چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لپاره د رسد تړلې لارې که زر تر زره بيا خلاصې نه شوې نو پر پاکستان د نړۍ وال قانون له مخې بنديزونه لګيدلای شي.
نوموړي دا خبره پرون په لاهور کي له خبر يالانو سره وکړه.
پاکستان په افغانستان کي ميشتو د ناټو ځواکونو لپاره د رسد لارې له هغې وروسته وتړلي چې د تير کال د نومبر په مياشت کی په مومندو قبايلي سيمه کي د پاکستاني پوځ په يوه پوسته ناټو هوايي بمباري وکړه چې پکي ۲۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي ول.
پاکستان پدې لړ کې له امريکا د معافي غوښتنه کوي ، خو امريکا په هغه پیښه صرف خفګان څرګند کړی دی.