پښتانه، په نړۍ کې خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
د نړۍ د يو شمېر تاريخ پوهانو له نظره پښتانه څه باندي پنځه زره کلن تاريخ لري چې اصل ټاټوبی يې د اوسني افغانستان د بلخ په خوا وشا کې ليدل کيږي.
که څه هم د پښتنو د اصل و نسب په اړه بېلا بېل تاريخ پوهان بېلا بېل نظرونه لري خو د اوسني پېر زياتره يې پر دې متفق دي چې پښتانه له اصله آرين دي.
د تاريخ له مخې آريايي مدنيت په دوو پړاوونو ويدي او اويستايي کې وېشل شوی دی چې دواړه د پښتنو پر شتون دلالت ورکوي، د ((پښتانه، په نړۍ کې)) په دغه پروګرام کې د وېدي او اويستايي مدنيت پر موضوع بحث شوی چې احمد شاه اعظمي ستاسو لپاره جوړ کړی.
خپرونه لاندې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ:
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.