نيازاحمدخان ـ مشال ريډيو
کابل:- د افغانستان د پلازمېنې کابل په مينځ کې څلورنيمه سوه کاله پخوانی بابر باغ د سيل ګرو له پاره یو ډېر زړه راښکونکی ځای دی چې په هند کې د واکمنې ټولواکې مغل کورنۍ پاچا شاه جهان د مسافرانو لپاره د کاروان سرای په نوم جوړکړی وو.
ددغه بڼ یو ساتونکی محمد عمراميرخيل وايي چې داباغ په پينځه شپته جریبه ( شپږپنځوس ايکړه) ځمکه پروت دی چې په دروبرخوکې ويشل شوی دی.
امير خيل وايي چې دنوروز، د جمعې په ورځ او د اخترونو په موقع د راتلونکو سیلانیانو شمېره ډيره زياته وي.
بابر بڼ ته راغلی پنځوس کلن حاجي محمدنبي وايي، په کابل کې کاروبارکوي او زیاتوي چې د خپل ورځني ژوند ستړیا دلته باسي .
دغه باغ ته ګڼ خلک له خپلو کورنیو سره یوځای د ساعتري لپاره راځي. او ډېری یې خوراک هم دلته کوي.