ورځپاڼې: د امریکا ضد خطرناکه پاکستانۍ لوبه، د ظواهري القاعده



ژباړه:- داود خټک - مشال راډيو

د ورځپاڼی وال سټريټ ژورنال په يوه مکاله کې راغلي که د بين لاقوامي اړيکو د خود کشی په سر انعام ورکول کيدای نود پاکستان نوم به د دغه انعام د اميدوارانوپه سر کې وای .

په دی لړ کې تيره اونی ډاکټر شکيل اپريدي ته د ۳۳ کالو د بند سزا اورول يو تازه ګام دی. د ورځپاڼی په وينا له دې روسته د امريکا غصه يوه واضحه خبره ده.

د پاکستان په ايبټ آباد کې د اسامه بن لادن د وژنې روسته پاکستاني چارواکو ډير لږ څه داسې کړي چې ددغه هيواد په اړه د نړی هاغه تاثر له منځه يوسي چې ګوندې د پاکستان استخباراتي ادارو د القاعده مشر ته پناه ورکړې وه. د ورځپاڼې په وينا په دې لړ کې هيڅ يو ذمه وار تن ته سزا نه ده ورکړل شوې.

ورځپاڼه ليکي پاکستان يو داسی لوبه کوي چې د بایلات د پايلو په اړه یې پوره اندازه نه لري. دا اندازه د پاکستان جوړونکي محمد علي جناح کولای شوه . د ورځپاڼې په خبره د هغه روسته راتلونکو مشرانو د ملک دننه د جناح د مذهبي زغم له پيغامه سرغړونه کړې او اوس له هيواده بهر ددې عمل لپاره لاره جوړوي ...


بلخوا د جېنز ترهګري او امنیت څارنې په نامه اداره ( جينز ټيروريزم اينډ سیکيوريټي مانيټر) په خپل يو راپور کې ليکي د القاعده مشر ايمن الظوهري همیشه په عربي نړۍ خپل نظر ساتلی او نوموړی غواړي چې د زمکې نيولو تر څنګ په سيمه کې د ولس لا زياته مرسته تر لاسه کړي ...

په دغه راپور کې راغلي د عربي نړۍ پاڅون د ظواهري هاغه عقيده بيا راتازه کړي چې القاعده ته په عربي نړۍ کې د يو انقلابي غورځنګ په توګه کار کول پکار دی ...

په راپور کې راغلي چې ظواهري د خپلو ترجيحاتو او فکر په رڼا کې د القاعده لپاره نوې تګلاره جوړه کړې. ظواهري غواړي چې په عربي نړی کې يو مذهب پلوه نظام قايم کړي او په دی لړ کې نوموړی د القاعده عمليات له نوې سره سازول او ددغه شبکې لپاره د ولس مرسته تر لاسه کول خپل لومړيتوبونو بولي.

د جينز ټيروريزم اينډ سیکيوريټي مانيټر په وينا د عرب پاڅون روسته دا خبرې د ظواهري په بيانونو کې په څرګنده توګه راغلي دي ..

په راپور کې راغلي د اسامه بن لادن برعکس عرب پاڅون او په ځانګړي توګه د مصر د پخواني حکمران حسني مبارک د حکومت ړنګيدل د ظواهري د پام مرکز ګر ځيدلی دی، او په دی لړ کې نوموړي تر دا دمه له دولسو زيات پيغامونه خپاره کړي .