له قبایلو او پښتونخوا پولیو ولې نه ختمېږي؟


ګل ایاز، مشال راډیو

پراګ -
که څه هم پاکستان د پوليو يا د ګوزڼ د رنځ ختمولو لپاره کمپاينونه پيلوي خو د ملګرو ملتونو د تازه شمېرو ترمخه په دغه هيواد کې د پوليو ۱۶ نوي کېسونه مخي ته راغلي.

په دې کې زياتره له قبايلي سيمو دي.

د پوليو يا د ګوزڼ ناورغۍ د مخنيوي پروګرام د خيبر پښتنونخوا مشر ډاکټر جانباز په قبايلي سيمو کې د دې ناورغۍ وجوهات بدامني ګڼي او وايي د دوی ټيمونه نشي کولای چې دې سيمو ته لاړ شي او ماشومانو ته څاڅکي ورکړي.

د ډاکټر جانباز په وينا تر بدامنۍ مخکې په قبايلي سيمو کې د پوليو ناورغۍ شرح ډېره کمه وه.

ډاکټر جانباز زياتوي:

((په قبايلي سيمو کې د پوليو کيسونه د نورو ضلعو نه کم وو خو د بدقسمتې نه چې کله هلته صورتحال خراب شوی دی، هلته هسپتالونه او نور ډسپينسرۍ تباه شوې او بنيادی ډانچه هم پاتې نه شوه نو ښکاره خبره ده چې د دې اثرات به هلته موجود وی.))

په پيښور کې خبريال اسلام الدين ساجد له مشال راډيو سره په خبرو کې هم دا خبره وکړه چې په قبايلي سيمو کې د خبراب امنيتي حالت له کبله د پوليو کارکوونکي نشي کولای چې ماشومانو ته څاڅکي ورکړي.

دی دويمه ستونزه هم په ګوته کوي:

((د پوليو څاڅکو ورکول په کمپاين کې د قبايلي سيمي ښځي برخه نه اخلي، او د دې بينادي وجه په دي سيمو کې د پوليو په اړه بې بنياده پروپګنډې [دي] او د خلکو ذهن له مخکې جوړ شوی دی نو خلک د هغې له وجې هم وېرېږي. بله دا خبره هم ده چې دې سيمو ته د پوليو کارکوونکي نه ځي.))


د ملګرو ملتونو د شمېرو ترمخه، تېر کال په پاکستان کې د پوليو ۱۹۸ کيسونه مخي ته راغلي وو.

د پوليو د ختمولو لپاره د پاکستان د وزيراعظم سلاکاره شهناز وزير علي وايي، زياتره کېسونه په پښتون ميشت سيمو کې رامنځ ته کېږي.

ډاکټر جانباز وايي، يواځې په شمالي وزيرستان او د خيبر اېجنسۍ په باړې کې د پوليو کېسونه مخې ته راغلي:


((د نورو کالونو په مقابله کې سږ کال ۷ کېسونه مخې ته راغلي چې د شپږو تعلق له تحصيل باړې سره دی او يو شمالي وزيرستان کې رامنځ ته شوی. په دې سيمو کې له درو کالونو [راهیسې] کمپاين نه دی شوی. ماشومانو ته څاڅکي نه دي ورکړل شوي. ټيمونه کور په کور نه دي ګرځېدلي نو د دې نتيجي موږ ته مخامخ دي. په کومو سيمو کې [چې] امنيت پرځای دی هلته داسې کېسونه مخې ته نه دي راغلي.))

خو خبريال اسلام الدين ساجد وايي، د پوليو د مخنيوي ټيمونه د وېري له وجې لرې پرتو سيمو ته نه ځي او په خپل رپورټ کې درواغ وليکي چې په سيمو کې ماشومانو ته څاڅکي ورکړل شوي.

د ده په وينا، د سرکاري دستاویزاتو ترمخه په قبايلي سيمو کې پوليو رنځ ختم شوی خو زمکني حقايق څه نور دي:

((په بنيادي توګه په کاغذونو کې د دي سيمې [په] ټولو کورونو کې ماشومانو ته څاڅکي ورکړل شوي خو په حقيقت کې دغه ماشومان له څاڅکو محرومه دي. دا خبره څرګنده ده چې کله دوه ځله درې ځلې مسلسل له څاڅکو محرومه شي نو د دې اثرات بيا خپرېږي او هم دا وجه ده چې په قبايلي سيمو کې د پوليو د ناروغانو شمېر له نورو ځايونو زیات دی.))


نړيوالې ادارې پر پاکستان نيوکې کوي چې د پوليو د ناروغۍ مخنيوي لپاره کوټلي ګامونه نه پورته کوي.

خو پاکستان وايي، د قدرتی افتونو او اورپکو پرضد عملياتو له کبله پر دې ناروغۍ قابو موندلو کې له ستونزو سره مخامخ دی او په راروانو دوو کالونو کې به پر دې ناروغۍ قابو ومومي.