لوښی د خیبر یو داسې دود دی چې ټبرونه یو کوي

د خیبر یوه ولسي جرګه



فرهاد شینواری - مشال راډيو

خیبر ایجنسۍ :- د خیبر قبایلی سیمې د نورو دودونو په څير لوښی هم یو ځانګړۍ حیثیت لری،اولاهم په دې سیمه کې لږ څه ژوندی دی.


کله چې یوه قبیله بلې قبیلې ته لوښی ورکړي او هغه یې هغه یې قبول کړي نو بیا د لوښي اخیستونکي قبیله په خپله سیمه کې ورکونکي قبیلې هر ډول جایزه مرسته او حفاظت کوي.

دغه دود نه یوازې د خیبر قبایلی سیمې د خپلو قبیلو ترمینځ شته دی بلکې د لر او بر قبیلې هم یو بل ته لوښی ورکوي.

د افغانستان ځینې قبیلې هم د خیبر خلکو سره د لوښي راکړه ورکړه کوي،او بیا په خپلو سیمو کې د لوښي تړون ( لوظنامې) لاندې د یو بل لانجې هواروي او یو بل د چا ظلم و زیاتي ته نه پریږدي.

د خیبر قبایلی سیمې یو مشر جواز خان کوکي خیل د لوښی په اړه مشال ریډیو ته وايي،(( د دې طریقه دا وي چې یو ټبر بل ټبر ته ووايي چې زما لوښی قبول کړه نو هغه ټبر بیا پرې سلا وکړي او لوښی ورکونکی ټبر بیا یو څو ګډان ورولی او د خوړو نه پس پرې دعا وشی او د دوی ترمینځ بیا لوښی وی))

د خیبر ذخه خیلو سیمې یو ملک عبدالله خان اپریدی وايي چې((لوښی موږ ته له خپلولۍ نه هم ډیر نزدې وی،او موږ بیا تر دې لاندې د هر زورور مخه نیسو او ورته وایو چې دې تن ما سره لوښی دی او ته ورسره ظلم زیاتی نه شې کولای))

د خیبر کوکي خیلو سیمې یو سیاسي مشر ریس نورت خان وايي چې ((د دغې سیمې په ځینې ځایونو کې د حکومت د کمزورې عملدارۍ له امله خلک د لوښي دود لاندې په نورو قبیلو کې په آسانۍ ژوند او روزګار کولای شي،او دا د قبایلی رواج یوه لاره ده))

ملک عبدالله خان اپرېدی زیاتوي(( چې پخوا به کله د افغانستان ځینې خلک د خیبر درې په لاره تېرېدل نو د دوی د حفاظت ذمه واری به د لوښي والا په سر وه،که چا به ورسره څه زور زیاتی کولو نو د لوښي واله به پرې راپورته شو او ورته به یې وویل چې دې تن موږ ته لوښی راکړی او ته ورسره زیاتۍ نه شې کولای خو که څه حق دې پرې وی نو زه د هغې ورکولو ته تیار یم))

د خیبر سیمې یو بل مشر حاجی زړه ور خان اپریدی وايي چې(( اپریدو به د لوښي له پاره بدۍ هم په خپل سر اخیسته،او دوی ورته ډیر درناوی لري))

د خیبر خلک وايي چې لوښی د یو بل د جایزې مرستې له پاره یو ښه دود وو،خو ولې اوس د وخت بدلېدو او په دې سیمو کې د تره ګرۍ له امله دغه دودونه په ورکیدو دي.