چین له افغانستان سره اړیکي پراخوي

د شانګای همکارۍ سازمان د غونډې ګډونوال


ژباړه: شاهین بونیری، مشال راډیو

سرچینه: نیویارک ټایمز


په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې جین پرلیز لیکي، تر ۲۰۱۴ز کاله وروسته چې کله د امریکا او د ناټو ځواکونه له افغانستانه ووځي، نو چین غواړي له افغانستان سره خپل اړیکي پیاوړي کړي.

د جمعې پر ورځ، د چین ولسمشر هو جین تاو او افغان ولسمشر حامد کرزي د دواړو هیوادونو ترمنځ د یوې نوې ستراتیجیکې ملګرتیا اعلان وکړ.

د شنګايي کوواپرېشن اورګنایزیشن (د شانګای همکارۍ سازمان) په سرمشریزه غونډه کې ولسمشر کرزي ته ډېره توجه ورکړل شوه. دا یو داسې تنظیم دی چې چین جوړ کړی دی او د روسيې په ګډون په کې د افغانستان ګاونډي، د مینځني ختیځ شپږ هیوادونه ګډون لري.

په شریکه اعلامیه کې وویل شول چې چین او افغانستان به د ترهګرۍ پر ضد جنګ ، له یو بل سره د مالوماتو د شریکولو او امنیت لپاره له یو بل سره د مرستې کوي.

چین، د افغانستان لپاره د ۲۳ میلینه ډالره د مرستو اعلان هم وکړ.

خبریال لیکي، د چین لپاره له ټولو لویه پریشاني دا ده چې هسې نه طالبان په افغانستان کې واک تر لاسه کړي او بیا د چین د سنکیانګ صوبې د بیلتون خوښو غورځنګ ایسټ ترکستان مومنټ غړو ته پناه ورکړي.


د چین لپاره مهمه خبره دا ده چې په افغانستان کې واک په یو داسې ټیک لاره منتقل شي چې طالبان په کې بر لاسي نه شي. او بله دا چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به د افغانستان امنیت د چین په امنیت څه اغیز اولري؟

خبریال د یو کارپوه له خولې لیکي، را روانو حالاتو ته په کتو چین د پاکستان د پوځ په مټ د طالبانو له ځینو غړو سره رابطې هم ټینګې کړي دي.

کارپوهان وايي د چین او امریکا سفیران د تیر یو کال نه په دې موضوع خبرې کوي چې د افغانستان نه د امریکایانو تر وتلو وروسته په دغه هیواد کې کراري څنګه قایم وساتي.

خو چین غواړي چې په نورو هیوادونو کې د مداخلت نه کولو پالیسي مخ په وړاندې بوځي او په افغانستان کې دننه له کوم مهم امنیتي کردار لوبولو ډډه کوي. چین د افغان ځواکونو د ۴.۱ بلینه ډالرو په پانګه کې له مالي مرستو اچولو هم انکار کړی دی .

جین پرلیز لیکي، چین لا مخکې، په افغانستان کې د تیل او ګیس د را ایستلو او تانبې د کانونو په پروژو کې پانګونه کړې ده. او له امریکا سره په ملګرتیا د چین د بهرنیو چارو د مطالعي په پو هنتون کې ۱۵ افغان سفارت کاران تربیه کوي.