د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې له سپیکرې فهمیده مرزا سره د وزیراعظم د نامزدګۍ لپاره ۵ امیدوارانو کاغذونه جمع کړل. چې پکې د پيپلز ګوند له لوري مخدوم شهاب الدين، راجه پرويز اشرف او قمر زمان کائره، د مسلم ليګ ن لخوا سردار مهتاب عباسي او د جمعت علما اسلام لخوا مولانا فضل رحمان په قامي اسمبلۍ کې کاغذونه جمع کړيدي.
د پاکستان قامي اسمبلي به نن د نوي وزيراعظم د ټاکلو لپاره غونډه کوي.
بلخوا د نشيې توکو ضد عدالت د پاکستان پیپلز ګوند له لوري د وزیراعظمۍ امیدوار مخدوم شهاب الدین او د پخواني وزير اعظم یوسف رضا ګیلانی د زوی موسی ګيلاني د نيولو ناقابل ضمانت وارنټ جاري کړی دی.
د پاکستان سرکاري تيلي ويژن وايې وارنټ په پنډي کې د جج شفقت الله عدالت جاري کړی دی.
په مخدوم شهاب الدين تور دی چي هغه او موسی ګيلاني له ټاکلي قانوني مقداره زيات يوه دوايي) (اېفیډرین)) له بهر هيواده پاکستان ته درآمد کړېوه چی په نشيي توکو کې کارول کيږي.
نوموړې د پنجاب جنوبي برخې رحیم یار خان سره تعلق لري او ددغه سیمې د حلقه ۱۹۴ م نه د قامي اسمبلۍ غړی دی. او په دا اوسنۍ معطله شوې کابینه کې د ټیکسټایل او انډسټريز مرکزي وزیر پاته شوی دی.
د پارلماني غړو د انتخاباتو له مخې که هر یوه اميدوار په قامي اسمبلۍ کې ۱۷۲ ووټونه تر لاسه کړل نو وزير اعظم جوړېدای شي. د دغه هيواد د قامي اسمبلۍ د غړو ټوله شميره ۳۴۲ ده.
په قامي اسمبلۍ کې اکثریتي ګوند پيپلز پارټۍ ده چې د پارلماني غړیو شمېر یې ١٢٤ جوړېږي، دویمه لویه ډله مسلم ليګ ن ٩١ او د جمعيت اسلام ف ډلې اته سيټونه دي.
پرون د پاکستان صدر آصف علي زرداري د خپلې پارټۍ پيپلز ګوند اود اتحادي ګوندونو سره د وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني د نا اهله کيدو وورسته سلا مشورې وکړي.
سپريم کورټ وزيراعظم ګيلاني له هغې وروسته نا اهله اعلان کړ چې د عدالت په وينا يې د صدر آصف علي زرداري خلاف د درغليوو په کیسونو کې سویټزر لېنډ چارواکو ته د خط ليږلو نه انکار وکړ.
له دې وړاندې سپريم کورټ د اپريل په ۲۶ نيټه وزيراعظم ته د ۳۰ سېکېنډه سزا اورولې وه او دا معامله يې د قامي اسمبلۍ سپیکرې ته سپارلی وه خو هغې د وزيراعظم له نا اهله کېدو انکار کړی وو چې وروسته د سپیکرې فهمیده مرزا د فیصلې خلاف پاکستان مسلم ليګ نواز ډلې او تحريک انصاف په سپريم کورټ کې درخواستونه جمع کړي وو.