د ټولنې تنګ نظرۍ د یوې بلې سندر غاړې ژوند واخیستو

په پلوشه کې به واورۍ د سوات د وتلې او ځوانې سندر غاړې غزاله جاوید د فن حال ، چې د جون په اتلسمه نیټه د پیښور په ډبګرۍ سیمه کې له خپل پلار سره یو ځای ووژل شوه، کورنۍ یې د مرګ پړه د هغې په خاوند اچولې ده، چې په تیر کال کې ترې غزاله بیله شوې وه، او غوښتل یې سندرو ته واپس مخه وکړي.

ددې ترڅنګ به واورۍ، په سوات کې د وسلوالو طالبانو خلاف په تیرو پوځي عملیاتو کې د یتیمانو جینکو ماشومانو د ژوند حال ، چې د سوات په یوه اداره (خپل کور ) کې ژوند کوي.

ددې پروګرام جوړونکې د مشال همکاره فرخنده وزیر ده.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پلوشه