بلوچستان: په دوو پېښو کي ۴ کسان وژل شوي او ۱۷ ژوبل



نیاز موسا خیل مشال راډيو

د بلوچستان په کوټه او واشک ضلع کي په دوو جلا جلا پېښو کي ۴ کسان وژل شوي او نږدې ۱۷ ټپي شوي.لومړۍ پېښه د بمي چاودنې په شکل کي رامنځته شوه،کومه چي د کوټې د غوث آباد په سیمه کي په یوه دیني تبلیغي مرکز کي دننه وشوه.پولیس وایي،پېښه هغه وخت رامنځته شوه،کله چي خلک د ماځیګر د لمانځه په حال کي وو.


دویمه پېښه د کوټې شاوخوا ۳۵۰ کیلو میتره لیرې د شمال لویدیز پر لور د واشک په سیمه کي هغه وخت رامنځته شوه،کله چي نا څرګنده وسله والو د امنیتي ځواک،لیویزو پر یوې پوستې برید وکړ.

په کوټه کي له پېښې سم دستي وروسته د کوټې سیول روغتون ته وژل شوي او ټپیان راوړل شو.که څه هم په لومړی سر کي د یوه کس د وژل کیدو خبر وو،خو وروسته ناوخته پولیسو د ۲ کسانو د وژل کیدو پخلی وکړ او هلته د سیول روغتون چارواکیو مشال ته وویل چي په پېښه کي نږدې ۱۵ کسان ټپي شوي.

یو ټپي نذر ګل د پېښې په اړه مشال ته وویل٫٫موږ د ماځیګر پر لمانځه ولاړ وو،چي دویم رکعت مي کاوی،نو ناڅاپه چاودنه وشوه.هرې خوا ته د ښیښو غورځیدو آوازونه او د خلکو چیغارونه پورته شو.نور نو په څه نه یم پوه شوی.هغه وخت په ځان پوه شوم،کله چي په روغتون کي پر حال راغلم چي ټپي شوی یم.٬٬

یو بل ټپي او د پېښې عیني شاهید،حاجي محمد بیا وویل،چي دومره لویه او درنه چاودنه یې پخوا کله هم نه وه لیدلې او نه اوریدلې٫٫باور وکړه،له چاودنې وروسته هر څه راڅخه پټ شو او هرې خوا ته تکه توره تیاره خوره شوه.٬٬

په تبلیغي مرکز کي شوې د دغې چاودنې پړه تر دې دمه کومې ډلې په غاړه نه د اخیستې،خو پولیسو ویلي چي یاد مرکز د سُني مسلمانانو د عبادت او مذهبي مصروفیاتو ځای دی او کیدی شي چي دا د فرقه ایزو شخړو د لړۍ یوه پېښه وي. په کوټه کي له تیرې څه مودې راهسې د فرقه ایزو شخړو په ترڅ کي یو شمیر شیعه او سني مسلمانان په نښه شوي دي.

هلته په یوې بیلې پېښې کي د تیر جمعرات په ماښام، د لیویزو په وېنا،د ضلع واشک په سیمه کي ناڅرګنده کسانو د لیویزو پر یوې چوکۍ وسله وال برید کړی،چي په نتیجه کې د لیویزو ۲ سرتیري وژل شوي او نږدې ۲ ټپي شوي.

چارواکیو البته وسله والو برید کوونکیو ته د څه زیان رسیدو یا نه رسیدو په اړه څه نه دي ویلي .تر دې دمه پر لیویزو شوي د دغه برید پړه کومې ډلې په غاړه نه د اخیستې،خو یاده سیمه بلوڅ مېښته ده او په دغو سیمو کي اکثره پر امنیتي ځواکونو د بریدونو پړه بلوڅ بیلتون غوښتونکي وسله والې ډلې په غاړه اخلي.