په افغان کډوالو کې د ایډز ناروغۍ نوي قسم جراثیم

په کراچۍ، کوټې او پېښور کې ډېر افغان کډوال ځوانان په نشو اخته دي

ظفر کریمي، مشال راډیو

کراچۍ - د پاکستان د کراچۍ اغاخان پوهنتون د طب پوهنځي روغتون ډاکټران وآی په دې ورستیو کې تر سره کړې له یوې څېړنې ورته مالومه شوې ده چې افغان کډوالو کې د ایچ ايي وي جراثیمو دیو نوې قسم پیدا کیدو خطر دی .


ډاکټرسیدعلي یاد روغتون کې د ایچ ايي وي د څیړنیزې څانګې مشر دی .

مشال ریډیو سره په خبرو کې نوموړي ویلي دي چې دوي د اغاخان روغتون کابل څانګې په افغانستان کې او دپاکستان څانګې په کراچۍ کې د ایچ اي وي څخه د اغیزمنو شویو افغان ناروغانو د وینې نمونې معاینه کړې نو ورته مالومه شوه چې څو ناروغانو کې د ایچ آی وي د یو نااشنا قسم انفیکشن شتون لري .

د دې څېړنې تر مخې، په زیاتره افغان کډوالو کې د ایچ آی وي وایرس د نشه يي توکو لکه هېروینو وغیره له وجې خپرېږي.

دی وايي: ((موږ ته په افغان کډوالو کې د یادو جراثیمو یو نوی نسل میلاو شوی دی. موږ یوه افغانه مېرمن معاینه کړه نو د جراثیمو هغه قسم مو پکې وموندو کوم چې په روس کې عام دی . بیا روستو پته ولګیده چې دغه ناروغي ورته د خپل خاوند نه منتقل شوې وه ،د هغه خاوند روس کې وخت تیر کړی وو.))

د هغه په خبره، ځینو نورو کډوالو کې بیا د ایچ آی وي هغه ډولونه موندل شوي کوم چې ایران او نیدرلینډ کې عام دي .

دهغه په خبره هغه ناروغان چې د ایچ آی وي د یو نسل د انفیکشن له وجې رنځوران شوي وي که ددغو ناروغانو جسم ته د ایچ آی وي د یو بل نسل جراثیم په څه ناڅه توګه داخیل شي نو ددې څخه د ایچ آی وي نوی او نااشنا قسم یا نسل جوړیږي .

ډاکټر سیدعلي وايي، د دې ټولو جراثیمو د نسلونو د یوځایې کیدو څخه داسې خطرناک جراثیم پیدا کیدیی شي، چې هغه به بیخي نااشنا وي او ددې درملنه او ددې د مخینوي دپاره ویکسن جوړول به طبي نړۍ د نوي چلینج سره مخ کړي .

هغه زیاته کړه د ایچ آی وي د نوو قسمونو د جوړیدو د مخنیوي دپاره ضروري ده چې د افغان کډوالو دپاره کارونکي نړیوالې ادارې او هغه ملکونه چې کډوال پکې میشت دي دې لور ته جدي پاملرنه وکړي .

د ډاکټر سیدعلي په خبره، په پاکستان کې چې اوس مهال کوم افغان کډوال میشت دي په هغوي کې د سېمه ایزو خلکو په پرتله هیپیټاټیس سي یا تور زیړې ډېر زیات دی:

((د افغان کډوالو دپاره مرستندویه ادارې او په ځانګړې توګه یو این ایچ سي آر له پکار دي چې د کډوالو د سالمې روغتیا په هیله هغوي ته اسانتیاوې برابرې کړي . خاص کر کله چې دغه کډوال بېرته خپل وطن ته ستنیږي او هم یو ځاي نه بل ځایې ته کډه کوي پکار ده چې د نورو اسانتیاو ترڅنګ دوي لپاره د ایچ آی وي او تور زیړي د ناروغیو ټیسټونه هم اړین کړی شي،کنه دغه جراثیم د نړۍ نورو سېمو ته هم رسیدی شي.))

د اغاخان یونیورسټۍ هسپتال د ایچ آی وي د څړینیز مرکز د مشر ډاکټر سید علي په وینا، دغه جراثیم د جنسي اړیکو، د یو انسان وینه بل انسان ته د ورکولو ، د استعمال شوي سیرنج ، په یاد رنځ اخته مور څخه ماشوم ته د شودو یا تي ورکولو او د ماشوم د پیدا کېدو په وخت په ګنده اله د ماشوم نوم غوڅولو څخه یاد رنځ نورو انسانانو ته خپریږي .

د هغه په وینا، د دې رنځ څخه د بچ کیدو دپاره باید دغې لړ کې د احتیاط څخه کار واخستل شي او په ځانګړې توګه کډوال باید ددې رنځ او ددې له فایلو څخه خبر کړی شي او ددې سره سره باید مخکې د مخه د کډوالو په کیمپونو کې د ایچ آی وي او زیړی ویکسینو د لګولو تابیا وکړی شي.