د سندرو امېل (د عرب اماراتو پښتنو فرهنګي هلې ځلې)


د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.


په دې خپرونه کې دا ځل د متحده عرب اماراتو د دوبۍ د هغو پښتنو په ادبي او فرهنګي هلو ځلو خبرې شوې دي چې له مودې راهیسې دلته د مزدورۍ په موخه راغلي او مېشت دي.

دا پښتانه په دوبۍ کې مشاعرې کوي، ادبي او فرهنګي غونډې جوړوي او د موسیقۍ د کنسرټونو تابیا هم کوي.

په دوبۍ کې د پښتونخوا د صوابۍ د شاه منصور اوسېدونکی نظار یوسفزی وايي، دوی په ۱۹۸۸ز کال د پښتون ولسي ټولنې په نوم ټولنه جوړه کړې وه.

دی وايي، دا یوازې د دوی فرهنګي ټولنه نه ده بلکې، دوی درې سازمانونه لري چې سیاسي، ادبي، فرهنګي او د خیر ښېګڼې کارونه کوي.

نظار یوسفزی وايي، په دې خپه کېږي چې ډېر پښتانه په دې هلو ځلو کې برخه نه اخلي.

د سندرو امېل په دې خپرونه کې به په دې اړه نور تفصیل هم واورئ او د تل په څېر، د خوندورو سندرو امېل هم در په غاړه کوو.

د سندرو امېل درته هره اوونۍ د مشال راډیو هارون باچا جوړوي.

خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ:

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سندرو امېل- له هارون باچا سره