شناختي کارډ ادارې ضد د پښتونخوا میپ مظاهره

په کوټه کې د شناختي کارډ ادارې ضد د پښتونخوا میپ مظاهره


نیازموساخېل،کوټه

نن غرمه په کوټه کي پښتون ملت پاله ګوند،پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ په بلوچستان کي د پښتنو د شناختي کارډونو د بندیدو ضد لاریون وکړ .په مظاهره کي ګډونوالو له حکومته غوښتنه وکړه چي د دوی بند شناختي کارډونه دي ورخلاص کړي.


د شناختي کارډ جوړولو ادارې ٫٫نادرا٬٬ بیا وایي،خلک له قانوني ضروریاتو پوره کولو ځان خلاصوي او بې ځایه تورونه لګوي.

د مظاهرې ګډونوال او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ یو صوبایي مشر نصرالله زیري په دغه موقع مشال سره د خبرو پر مهال ووېل٫٫د نن مظاهره یې د شناختي کارډ جوړولو ادارې ٫٫نادرا٬٬ ضد کړې.

د هغه په خبره((په دې مو کړې چي نادرا په صوبه کي پښتون دوښمن کارونه شروع کړي او په بیخي لویه کچه یې د پښتنو جوړ شناختي کارډونه بند کړي او اوس ورته وایي،چي د بیرته خلاصولو لپاره دي بېلابېل شرطونه پوره کړي.موږ دا فکر کوو چي دا بېلابېل شرطونه غیرقانوني او غیر ضروري و غیر اخلاقي دي او دا پر عامو خلکو او ولس بې ځایه بار دی.))




نصرالله زیري زیاته کړه،په پنجاب صوبه کي دا قسمه شرطونه نشته. په سیند کي نشته او په صوبه بلوچستان کي دننه د بلوڅانو لپاره نشته. یواځي د پښتنو لپاره دي دا هر څه((د خلکو شناختي کارډ بندیدل او نه لرل ډیر لوی لوی تاوانونه رامنځته کوي.ولي چي شناختي کارډ بیخي ضروري څیز دی. که دا نه وي،نو سړی له هر قسمه شهري حقونو بې برخې ګڼل کیږي او له دغ پرته دی نه پاسپورټ جوړولای شي،نه د ګاډۍ اجازت نامه (لایسسنس) (او نه بل څه.یاني د هر قسمه نورو عامو وګړیو په شان اسانتیاوو ترلاسه کولو لپاره به دا ضروري وي چي له تا سره شناختي کارډ لازمي وي.))

هلته د سیمې یو عام کس عبدالله بیا وایي، د ده او مور شناختي کارډونه یې له ډیرې مودې بند دي او اوس حیران دي چي څنګه یې خلاص کړي، ((د نادرا والا بېلابېل شرطونه را ته ږدي. کله وایي د کال ۱۹۷۴ د استوګنې ثبوت یې غوښتو،هغه مې ورکړو.بیا یې ویل،په ګوته لګولو کي دې څه ستونزه ده .بل ځل یې بیا ویل،د ۱۰۰۰ روپو نوی ټوکن جمع کړه.هغه مي هم وکړی.خو بیا هم دا دریم وار دی چي راځم،خو کار مي نه کیږي.))

خو هلته د شناختي کارډ جوړولو ادارې ٫٫نادرا٬٬ په بلوچستان کي یو مشر،جنرل منیجر آپرېشن فرخ شهزاد بیا د پښتونخوا ملي عوامي پارتۍ د مظاهره چیانو او خلکو یاد تورونه بې ځایه بولي. دی وایي،خلک له قانوني ضروریاتو ځان خلاصوي او غواړي چي بې له څه قانوني او کاغذي عمله دې کارډ ورجوړ کړل شي. ((په اصل کي موږ همېش د کاغذانو تصدیق یا ویریفیکېشن کوو،چي آیا د خلکو له اړخه جمع شوي اسناد تر کومه حده صحیح دي؟ اکثره د خلکو اسناد جعلي او نیګړي وګرځول شي،ځکه بیا د دوي کارډونه بند شي،کوم چي یو قانوني عمل دی. بله خبره دا کوم چي په بېلابېلو پېښو کي موږ ځینې افغان کډوال نیولي،کوم چي د ځایي خلکو په کورونو او اسنادو ورننوتي او د کارډ جوړولو هڅه یې کړې.ځکه د دا قیسمه عمل مخنیوی کول زموږ قانوني حق دی.))

د نادرا ادارې مشر زیاتوي،دوی له هیچا سره فرق او امتیاز نه کوي. د هر چا اسناد د پولیسو د پلټنې ادارې ٫٫سپېشل برانچ٬٬ ته لیږل کیږي او وروسته د هغو له اړخه ورکړل شوي معلوماتو په رڼا کي ګامونه اخیستل کیږي.

یاده دي وي،پر شناختي کارډ جوړولو ادارې د کارډ د بندیدو نیوکې او تورونه د خلکو له اړخه لګیدل څه نوې خبره نه ده. پخوا هم داسې تورونه لګول شوي، خو یادې ادارې یې مخکې هم له منلو انکار کړی او ویلې چي دوی خپل قانوني پروسه پر مخ بیولې.