د افغانستان ترقي د نر و ښځو مساوي حقوق سره تړلې





ژباړه: انیسه اجمل

فارن پالیسي مجله په خپله یوه مقاله کې لیکې په دوه زره دویم کال د طالب رژیم له راپرزېدو سمدستي وروسته د جاپان په ټوکیو ښار کې د نړۍ ځینی هیوادونه راغونډ شول چې د افغانستان په سیاسي ،اقتصادي او ټولنیز بدلون راوړلو کې ژمني وکړي.

فارن پالیسی لیکې په دې لړ کې د تیري اونۍ په پای کې په ټوکیو کې د نړۍ مشرانو د دې ژمنو بیا پخلی وکړو چې د نړۍ والو ځواکونو له وتلو مخکې افغان ولس ته باور ورکړي او دا ورته په ډاګه کړي چې په افغانستان کې د تیرې لسیزي شوي پرمختګونه مهم دي.

د مدني ټولنو ډلو چې په ټوکیو کنفرانس کې یې برخه اخیستې، په افغان او نړیوال پلاویو کې د مساوي ونډې لپاره غږ کړی او ویلي چې په ټولو بیارغونکو او پرمختیايي پروژو کې دې دې ته خاص پاملرنه وشي چې د دوی په خبره نرو ښځې دواړه ترې مساوي ګټه پورته کړي.

دوی غوښتنه کړې چې د جدید تعلیم، صحت، کور جوړولو، او ژوند ژواک او د ښځو لپاره د نورو مواقعو برابرولو د پروژو کې په برخه کې دې د پيسو بهرنۍ مرستې ورته کېښودل شي.


زموږ باهمي ملاتړ او د پام وړ پرورش به له تېرې لسیزې راهیسې په افغانستان کې د پیاوړو ښځو غوړېدل نور غښتلی کړي او دا د افغانستان د خلکو د سوکاله او پایدار مستقبل لپاره ګټه رسولای شي.

بلخوا دي اټلانټک ډاټ کام ویب پانه په خپل یو راپور کې وايې تيره هفته امريکا او پاکستان هغه وخت يوې حيرانونکې روغی جوړي ته و رسيدل کله چې د امريکا د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلنټن د سله لا چېک پوسټ په بريد کې د څلريويشت پاکستاني عسکرو پر وژنه د افسوس څرګندونه وکړه.

له بريد وروسته پاکستان د نيټو رسد لارې و تړلې .

په داسي حال کې چې امريکا له افغانستانه پوځیان را باسي ددې هيواد دپوځ د ټرانسپورټ د چارو مشر جنرل وليم فريزر د سينټ د پوځي خدمتونو کميټې ته وویل چې د د راوتو د پلان په برخه کې پاکستان ډير ارزښت لري.

دده په وينا په کومه اندازه سامان چې دوی له افغانستانه راباسي ،د هغه لپاره پکار ده د پاکستان لاره خلاصه وي.

د ورځپاڼی په وينا د تګ راتک لپاره د مځکنیو لارو خلاص ساتل هغه څه دي چې له وجي يې هيلري کلنټن له پاکستان سره ښه چلند کوي.

ورځپاڼه د اسامه بن لادن په پاکستان کې د موجودګی حواله ورکوي چې د کانګرس او وائت هاوس (سپینې ماڼۍ) خفګان يې نور هم زيات کړی.


ورځپاڼه وايې په واشنګټن کې مشران ښايې سم فکر کوي چې که چېرته اسامه بن لادن په پاکستان کې له پوځي اکېډمۍ سره نږدې ژوند کولای شي نو بيا دغه هيواد د شدت پسندو پر ضد مبارزه کې يو باوري ملګری نه دی.

دي اټلانټک ډاټ کام په خپله مقاله کې ليکې يوازي د افغانستان جنګ دواړه هيوادونه سره نږدې کولای شي ، له دې پرته د دوی تعلقات سطحي ښکاري.