د امریکا ولسمشر باراک اوباما په اسلامي هیوادونو کې د جمهوریت لپاره د مبارزه کوونکې حوصله ستایلې ده.
د روژې د پیل پر مهال په یو پېغام کې ولسمشر اوباما ویلي دي چې د دې کال روژه په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د هغو فعالینو لپاره یو ځانګړی پیغام لري چې په حوصله ناکه توګه جمهوریت او شخصي ازادۍ ترلاسه کوي.
د هغه په وینا دا پیغام د هغو لپاره هم دی چې تر اوسه لا د خپلو نړیوالو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره هلي ځلي کوي.
امریکايي ولسمشر هوډ څرګند کړی دی چې هیواد به یې د هغو خلکو ترشا ولاړ وي څوک چې د داسې نوبت په لټه کې دي چې د خپل تقدیر پرېکړې په خپله وکړي ، بې له ویرې او تشدده ژوند وکړي او په ازاده توګه د خپلې عقیدې پېروي وکړي.
د منځني ختیځ په زیاتره هیوادونو کې د روژې میاشت د جمعې له ورځې پیل شوه.