خپلې ملګرې د درناوي لپاره اولمپیک ته ځم. رابعه



اې ایف پي خبري اژانس لیکي د یوې پاکستاني لوبغاړې رابعه عاشق لپاره د اولمپکس لوبې، لوړتیا یا میډلونه تر لاسه کول نه دي ځکه چې هغه پوهه ده چې د میډال اخیستو چانس یې نشته. خو په دې لوبو کې ګډون د هغې لپاره خپلې نږدې ملګرې ته د درناوې ورکولو مانا لري چې ورسره په ټیم کې وه او په غمناکو حالاتو کې مړه شوې وه.

اژانس لیکي په اتم اګست به په لندن اولمپکس لوبو کې د یو مسلمان هیواد نه دغه 20 کلنه ښځینه لوبغاړې په 800 میټر منډه کې برخه اخلې چې د خپلې ملګرې لوبغاړې مبین اختر په یاد کې به یی وهي.
ای ایف پي ليکي مبین اختر په قامي چیمپین شپو کې په سل او دوه سوه میټره منډه کې د پاکستان تر ټولو تېزه ښځه و نومول شوه خو بیا د هغې یوې میاشت وروسته هغه په لاهور کې په خپل کور کې مړه و موندل شوه. د اژانس په خبره د هغې د مرګ تر شا لاملونه تر اوسه نه دي واضحه ، د هغې کورنۍ وایی هغه د پوړو نه پریوتې وه خو بیا ځایی میډیا د هغې د ځان وژنې دعوی کوي.

اژانس زیاتوي لندن ته د روانیدولو نه وړاندې رابعه عاشق خبریالانو ته ویلي مبین د هغې ډېره نږدې ملګرې وه او د هغې مرګ ټولو لپاره یوه حیرانونکې خبره وه. هغه وایی چې کله په لوبه کې منډه وهې نو خپله ملګرې به یادوي.

د اژانس په خبره پاکستاني لوبغاړي اولپمکس لوبو لپاره په منتخب کیدلو کې پاتې راغلي خو بیا نړیواله اولمپکس کمیټي غړیو هیوادونو ته په مقابله کې د برخه اخیستلو لپاره ځانګړې موقعې د وایلډ کارډ په شکل کې ورکوي.

د عاشق په خبره هغه د خپلې ملګرې په یاد کې دغه لوبه کوي ځکه چې مبین ډېره خوشحاله شوې وه کله چې د وایلډ کارډ سره دې ته د پاکستان نمایندګي کولو موقع ورکړل شوه. د هغې په خبره هغه خپله کوچ بشری پروین او د پاکستان د ټولو ښځو سر لوړول غواړي. اژانس لیکي د پاکستان لپاره د میډل تر لاسه کولو چانس یواځې د هاکي په لوبه کې جوړیږي چې تر اوسه یی درې د سرو زرو ، دري د سپینو زرو او دوه د پیتلو میډلې په خپل نوم کړي دي.

رابعه عاشق غواړي په اولمپکس لوبو کې د پاکستاني ښځینه لوبغاړو ګډون جاري و ساتي. په 1996م کال کې د پاکستان د هاغه وخت وزیراعظمې بینظیر بهټو په لومړي ځل شبانه اختر د پاکستان ښځینه لوبغاړې په توګه اولمپکس لوبو ته لیږلې وه. که څه هم هغه په مقابله کې ډېره شاته پاتې وه خو بیا هم په یاده لوبه کې د پاکستان اولنۍ ښځینه لوبغاړی وه.

اژانس د رابعه عاشق د خولې ليکي غواړي چې په اولمپکس کې د خپلې کوچ ریکارډ مات کړي که څه هم دا به په نړیواله کچه نه وي.

د هغې په خبره په لندن کې به د خپل وخت نه خوند اخلي او د ملګرو یادونه به ورسره وي.