د خيبر پښتونخوا په سوات کې د هوټلونو د ټولنې مشر زاهد خان د ناڅرګندو کسانو په ډزو سخت ژوبل شوی دی.
د خيبر پښتونخوا په سوات کې د هوټلونو د ټولنې مشر زاهد خان د ناڅرګندو کسانو په ډزو سخت ژوبل شوی دی.
د زاهد خان ورو يعقوب خان مشال ريډيو ته وویل، ورور یې تیر ماسخوتن د لمانځه د پاره جومات ته روان و چې برید پرې وشو.نوموړی دسېدو شریف روغتون ته د علاج لپاره رسول شوی دی، ویل کیږي چې نوموړي ژور تپونه لیدلي دي.
د پيښې په اړه د ځاې تاڼې يو چارواکې محمد اقبال مشال ريډيو ته وویل چې دوی د نامعلومه کسانو خلاف مقدمه درج کړې او د پېښې پر پلټنو بوخت دي.
د زاهد خان خپل خپلوان وايي چې د دوي له چا سره دشمني نه شته .بل پلو د تحريک طالبان پاکستان ، ملاکند څانګې په زاهد خان د بريد پړه قبوله کړې ده.
زاهد خان چې دعوامي نیشنل پارټۍ سره یې هم یو وخت ملګرتیا لرله، د سوات د هغو مخورو مشرانو څخه و، چې تل به یې پر وسله والو نیوکې کولې او حکومتي ځواکونو ته به يې هم د ملامتۍ ګوته نیوله چې ګواکې د سیمې د امنیت په خرابولو کې دوی هم لاس لري.
په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې وخت په وخت هغه قومي مشران په نخښه کیږي چې د طالبانو او یا هم د پاکستاني ځواکونو خلاف د نظر څرګندونه کوي،له زاهد خان نه وړاندې هم ګڼ شمیر نور مشران په ورته ډول تر برید لاندې راغلي دي.