خیبر، د ناټو رسد یو ځل بیا پیل شو

په خیبر دره کې دناټو لارۍ دافغانستان لوري ته روانې دي


فرهاد شینواری / لنډي کوتل

د خیبر سرکاري چارواکي وايي چې د خیبر درې په لویه لاره په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونو د پاره رسد یو ځل بیا بحال کړی شوی دی.


دوی وايي چې د خالی په ورځ د ناټو مال وړونکي اووه کانټینرونه د جمرود تخته بیګ چیک پوستې نه د خیبر درې په لویه لاره تورخم په طرف روان کړی شوي دي،چې د امنیت د ساتلو لپاره ورسره د خاصه دارو دځواک دوه ګاډي هم روان دي،او دغه ګاډی به په تورخم پوله د کسټم کلیرنس نه پس افغانستان ته اوړي.

یاده دې وي چې د روان کال د جولايي په درېیمه نیټه، پاکستان په افغانستان کښې مېشت ناټو ځواکونولپاره د رسد بحالولو اعلان کړی و،اود جولايي په دولسمه نیټه بیا اولني څلور کانټینرونه، افغانستان ته واوړېدل،خو بیا د جولايي په څلورويشتمه نیټه ، د خیبر ایجنسۍ په جمرود سیمه کې د ناټو په کاروان د وسلوالو له خوا برید وشو،چې په نتیجه کې يې یو ډرایور ووژل شو او یو ژوبل شو ،او له هغې وروسته سمد ستي د خیبر پولیټیکل چارواکو دغه لاره د امنیتي ستونزو له وجې په عارضی توګه وتړله،او خوا وشا یوولس ورځې وروسته یې د خیبر درې دغه لاره د ناټو د لاریو په وړاندې بیا خلاصه کړه.

تیر کال په نومبر میاشت کې د مومندو په سلاله پوسته د ناټو ځواکونو په هوايي برید کې د څلورویشتو پاکستاني پوځیانو د وژل کیدو وروسته، اسلام آباد په افغانستان کې میشت ناټو ځواکونو لپاره درسد وړلو لارې تړلې وي،خو اوس یې د امریکا له خوا پرهغې پېښې تر افسوس کولو وروسته یو ځل بیا دغه لارې پرانیستي دي.