د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په قبایلي سیمو کې د راتلونکې کال لپاره د بلدیاتي نظام د متعارفولو اعلان وکړ.
د ایوان صدر لخوا جاري شوي خبري پاڼي تر مخه ولسمشر زرداري دا اعلان د پاکستان د خپلواکۍ په ۶۶م کالیزې په ترڅ کې یوې غونډې ته په خپله وینا کې وکړ.
نوموړي وویل، چې راتلونکی کال به قبایلي سیمې د خپل ولس له غوښتنو، دودنو او رواجونو سره سم خپله ځايي حکومتداري ولري. دا مو د ولس، امن او د ملک او سیمې د استحکام په ګټه ده، چې دغه سیمې په پراخ ملکي نظام کې راسره یوځای شي.
قبایلي ولس د ایف سي ار په نامه زوړ او وروست ځورونکی قانون غندي چې په دې کې هیڅ قضايي چوتره نشته چې د انتظامي چارواکو له خوا د دوی د ناروا نیولو خلاف غږ پورته کړي.