د اسلامي همکارۍ سازمان هر ډول ترهګرۍ غندلې

د اسلامي همکارۍ سازمان مشرانو د خپلې غونډې په پای کې د ((اسلامي پیوستون د پیاوړتیا)) په نامه په خپرې شوې اعلامیې کې د هر ډول ترهګرۍ غندنه کړې ده او ویلي یې دي چې اسلامي هیوادونه د ترهګرو اعمالو قربانیان دي.

په دې اعلامیې کې په لویدیځ کې د ترهګرۍ د ناسم تعریف په اړه اندېښنه ښودل شوې ده. په اعلامیه کې راغلي، په لویدیځ کې دا نظر چې ګواکې اسلام د ترهګرۍ ملاتړ کوي، د اسلام د بدنامۍ لامل ګرځي.

د اسلامي همکاریو سازمان او آی سي غونډه د سعودي عرب په مکې ښار کې پای ته رسېدلې ده.

په دې غونډه کې د فلسطین، سوریې او په ماینمار کې د مسلمانانو پر وړاندې د تعصب په اړه خبرې وشوې.