د ملا برادر پرېښودل طالب مشران خبرو ته هڅولای شي

وسله والو طالبانو په هرات کې له جګړې لاس واخیست او له افغان حکومت سره یوځای شو



رايټرز خبري اژانس د لیکوال میتهو ګرین یوه مقاله خپره کړي چې وايي ،د طالبانو په مشرانو کې د ملا برادر برابر بل نشته ، ملا عبدلغني برادر په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د عملیاتو مشري کوله چې پکې د سړک د غاړي بمي چاودني او بریدونه شامل وو او دا یې څرګنده کړه چې دغه بریدونه په افغانستان کې بهرنیو ځواکونو لپاره ګواښ دي.

د لیکوال په وینا چې کله ملا برادر د پاکستان له کراچۍ ښار نه ونیول شو نو افغان چارواکو هیله وښودله چې دا کار به د هغه پخواني ملګري خبرو اترو ته تیار کړي . لیکوال زیاته وي، یقینا د اسلام اباد لخوا افغان چارواکو ته له ملا برادر سره د لیدو د اجازي رپورټونو په دواړو هیوادونو کې د سولې په اړه ګنګوسي خپرې کړې.

خو مقاله لیکونکې لیکې ، د پاکستان لخوا افغانستان ته د ملا برادر د سپارلو انکار د دواړو هیوادونو تر مینځ موجود شکونه څرګندوي.

رايټرز خبري اژانس ته د افغانستان د امنیتي شورا یو مشیر اسماعیل قاسم یار ویلي ، د ملا برادر خوشي کول نور طالب مشران هم د سولې خبرو ته وهڅوي.

اژانس لیکې ، د شورا غړي به په راتلونکو څو روځو کې د اسلام اباد دوره کوي چې مقصد يې له پاکستانه د برادر کابل ته د میلمه په توګه د بیرته راوستو غوښتنه کول دي.

د دوه زره څوارلسم کال په پای کې د امریکايي او د اتحادي ځواکونو له افغانستانه د وتلو د وخت ټاکني سره په ولسمشر حامد کرزي فشار زیاتیږي چې طالبانو سره بامقصده مذاکرات پیل کړي او خپریدونکې تشدد ودروي خو د لیکوال په وینا داسې هیڅ ضمانت نشته چې پاکستان به د برادر د خوشي کولو لپاره رضا شي او یا دا چې برادر د سولې راوستلو لړ کې یو مهم کردار ادا کولای شي.

لیکوال لیکې ، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک ویلي وو ، چې افغانستان د امن په لړ کې له پاکستانه څه هم غواړي نو دوی به ورسره پوره مرسته کوي خو هغه پر دې موضوع نور څه ونه ویل.

رايټرز لیکې ، افغان حکومت دا یقین لري چې برادر د نورو وسله والو په نسبت سولې ته زیات مایله دي .او د ملګرو ملتونو د پخواني چارواکو او طالب مشرانو د وینا تر مخه له نیولو څو میاشتي وړاندي برادر د ملګرو ملتونو استازو سره د مذاکراتو کولو په اړه خبرې کړې وې .

رايټرز لیکې په کال دوه زره لسم کال کې برادر د پاکستان د استخباراتي چارواکو او د سي آي اې لخوا د عملیاتو په وخت په کراچې کې نیول شوي وو .

رايترز د روزګان ولایت د یو چارواکې حاجي عبیدالله بارکزي له خولې لیکي، که چرې ملا برادر په حکومت کې شامل شو نو له طالبانو سره اتیا فيصده مسلي به هوارې شي.

ژباړه:- انیسه اجمل