انیسه اجمل مشال راډيو
پراګ:- د څيړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز په پاکستان کې د مذهب سپکاوي قانون یوه تاریخي پس منظر “ په نوم رپورټ خپور کړي دي، چې کې ویل شوي، په پاکستان کې د ۱۹۹۰ م کال راهیسې تر دې قانون لاندې دوه پنځوس کسانو ته د مرګ سزا ورکړل شوي ده. په دې کې ۲۵ مسلمانان، ۱۵عیسایان ، پنځه احمدیان ، یو بدهايي مذهبی او یو هندو شامل دي.
د څيړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز د رپورټ له مخې په پاکستان کې د ۱۹۸۷ م کال نه تر دوه زره دولسم کال پوری د مذهب سپکاوي ۲۴۷ کیسونه رپورټ شوي چې له امله يی د ۴۳۵ کسانو ژوند اغیز من شوي.
د قانوني چارو کارپوه بیرسټر باچا وايي ، په پاکستان کې د مذهب سپکاوي قانون نه زیاتره خلک خپلې ذاتي فایدي اوچتوي ، په دې قانون کې چې دپلټنو په اړه کومه طریقه ورکړل شوي ده نو پکار ده چې هغه طریقه اختیار شي ، او دي قانون له داسي رنګ نه دی ورکول په کار چې نور خلک دې ته تور قانون ووايي، د دې په سمه توګه کارول په کار دي .
د سي ار ایس ایس د رپورټ له مخې، په پاکستان کې په ۱۹۷۴م کال کې احمدیان غیر مسلم وګرځول شول خو په ملک کې د اسلامییت خورولو مهم د پخواني پوځی امر جنرل ضیا الحق په وخت کې شروع شو.
مذهبي سکالر ډاکټر قبله ایاز وايي، د پاکستان حکومت ته پکار ده، باید یو داسې قانون جوړ کړي چې څوک يې غلط استعمال ونه کړي.
په پاکستان کې تیره میاشت یوه عیسايي جینۍ رمشا، د توهین رسالت په جرم تورن کړل شوه.
ډاکټر قبله ایاز وايي، د رمشا کیس د پاکستان لپاره یوه ازمیښت وو چې ورسره په هیواد کې یوه بدلون مخي ته راغلی.
د سي ار ایس ایس د رپورټ له مخې د مذهب سپکاوي په اړه قانون په برصغیر کې په لومړي ځل برتانوي حکمرانانو معرفي کړي وو، له دې وړاندې د مغلو په دور کې د لږ وخت لپاره یو سخت دریځه اسلامی قانون عملي کړل شوی وو. خو تاریخ په دي اړه خاموشه دی چې په دغه دور کې د مذهب د سپکاوي د مخ نیوي لپاره څه قانون موجود وو او که نه .