پامیر ساحل
د خیبر پښتونخوا د سوات ځنګلونو د وهلو مخنیوی څنګه کېدای شي؟ په دې ترځ کې د حکومت ذمه واري څه ده؟ د ځنګلونو وهلو پر ماحول څه اثر کړی دی؟ کار پوهان څه فکر لري چې د سوات ځنګلونه باید څنګه ورغاول شي؟ د دې ټولو پوښتنو ځواب د اقتصادي نړۍ په نننۍ خپرونه کې څېړو.
په تېره خپرونه کې مو واورېدل چې د سوات ځنګلونو ته د طالبانو د واکمنۍ، پوځي عملیاتو او بیا سېلاوونو په وخت کې ډېر تاوان ورسېد. په هغې خپرونه کې کار پوهانو مشال راډیو ته ویلي ول چې په سوات کې مافیا فعاله ده او ډېر ځنګلونه په ناقانونه توګه وهل کېږي او قیمتي لرګی ترې وړل کېږي.
په سوات کې د کرهنیز اقتصاد کار پوه فضل مولا وايي، نه یوازې دا چې ځنګلونه په ناقانونه توګه وهل کېږي بلکې په کورونو کې د سونګ لرګي په توګه هم خلک د ځنګلونو ونې وهي.
د دې خپرونې لومړۍ برخه دلته اورېدای شئ.
اقتصادي نړۍ- د سوات ځنګلونه او اقتصاد- اوله برخه
د ځنګلونو بې درېغه وهلو په چاپېریال هم اغېز کړی دی. د چارو څېړونکی محمد روشن وايي، د ماحولیاتي بدلونونو لومړی ښکار د دوی نسل دی.
د ده په خبره، د ځنګلونو وهلو له کبله د ۲۰۱۰ز کال سېلاوونو لوی تاوان وکړ.
د ملاکنډ یو بل شنونکی حاضر ګل وايي، تر ټولو خطرناک کار دا دی چې د ځنګلونو وهلو په کار کې ټېکه داران او د ځنګلونو یوه اداره ټول سره ککړ دي.
محمد روشن وايي، د ځنګلونو د ساتلو له پاره د ادارو او ولس تر منځ رابطه نشته.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
دی هم د حاضر ګل په څېر د ځنګلاتو محکمه تورنه کوي چې د ده په خبره، په پیسو پیدا کولو کې ډېره تکړه ده.
نو تر طالبانو او سېلاوونو وروسته ایا د ځنګلونو د بیا رغاونې له پاره کار شوی او که نه؟
حاضر ګل وايي، اصلاً د ځنګلونو مسله د حکومت په ترجیحاتو کې نه ده شامله.
د ده په خبره، حکومت پر وړو او لنډ مهاله پروژو ډېرې پیسې لګوي خو ځنګلونو ته هیڅ پاملرنه نه کوي.
خو د کرهنیز اقتصاد کار پوه فضل مولا وايي چې د ځنګلونو بیا رغاونې له پاره حکومت یو ډېر ښه مېکانېزم جوړ کړی وو.
فضل مولا وايي، خو پر دې ښه مېکانېزم سر بېره هم د ځنګلونو بیا ابادولو کار نه دی تر سره شوی.
دی وايي، نوي نهالګي خو نهالول کېږي خو تر هغې وروسته یې بیا هیڅ کس پوښتنه نه کوي او نهالګي وچ شي.
له فضل مولا مې پوښتنه وکړه چې له هغو خلکو ځنګلونه څنګه ژغورل کېدای شي چې ونې په خپل کور کې د انرژۍ د لرګي په توګه کاروي؟
دی وايي، که حکومت کورونو ته د انرژۍ بدیل نظام برابر کړي او پر خلکو دا ذمه واري واچوي چې د ځنګلونو ساتنه دې کوي نو بیا دا ستونزه هوارېدای شي.
فضل مولا وايي، دا پلان په ډېره اسانه طریقه عملي کېدای شي.
د ده په خبره، د پینځو کالونو د ځنګلونو وهلو په پیسو د سوات ټولې سیمې له پاره د متبادلې انرژۍ انتظام کېدای شي.
د سوات د ځنګلونو وهلو، د مافیا شتون، د ځنګلونو بیا نه ابادولو، د ټېکه دارانو او ځنګلونو ادارې له خوا توجه نه ورکول او رشوت اخیستل او همدا راز، د نویو نهال شویو بوټو ساتنه نه کولو په اړه مې په مسلسله توګه تر دوو اوونیو د خیبر پښتونخوا د ځنګلاتو وزیر واجد علي خان سره اړیکه نیولو هڅه وکړه.
خو په دې و نه توانېدو چې د هغه دریځ مالوم کړو. په وزارت کې افسرانو مشال راډیو ته وویل چې پر دې مسلې دوی خبرې نه شي کولای او دا چې د ځنګلاتو وزیر له هیواده بهر دی.
خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې واورئ.