د سندرو امېل (بهر مېشتي پښتانه او د وطن حالات)


د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

د دې اوونۍ په خپرونه کې به د خوندورو سندرو تر څنګ واورئ چې بهرنۍ نړۍ کې مېشت پښتانه د وطن د نا امنیو په اړه څه فکر کوي او دوی د دې حالاتو په سمولو کې څه رول لوبولای شي؟

په متحده عرب اماراتو کې مېشت نظار یوسفزی وايي، په اماراتو کې اوسېدونکي زیاتره پښتانه هیڅ دا غم نه کوي چې په وطن کې یې څه روان دي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سندرو امېل- له هارون باچا سره


د نظار یوسفزي په خبره، ټول مساپر پښتانه دا خو غواړي چې بچي يې تعلیم وکړي، خو د هغو کسانو په اړه څه نه وايي چې د دوی د بچیو ښوونځي په بمونو الوزوي.

د امریکا په شېکاګو کې د مردان سید عمر خان وايي، د ده ټولنه هڅې کوي چې د خپل وطن حالات د امریکا له بانفوذه کسانو سره شریک کړي.

په دې اړه نور بحث د غږ (ږغ) په ځای کې واورئ.

خپرونه هره اوونۍ هارون باچا جوړوي.