امریکا، پاکستان کې پرمختیايي کارونو له پاره پیسې ورکوي

امريکا وايي په تېرو درو کلونو کې يې پاکستان کې پر بيلابيلو پرمختيايي کارونو درې اربه ډالر لګولي دي.

امريکا وايي د دواړو ملکونو ترمنځ په ولسي برخه کې د همکارۍ په برخه کې ګڼ زده کوونکي امريکا ته د زده کړو لپاره ليږلي چې ګټه به يې نيغ په نيغه عامو خلکو ته رسي.