د هر ایراني په خوله کې یوه خبره ده





فايننشل ټايمز ورځپاڼې په ايران کې پر روان حالت او پر راتلونکې د ځايي ولس د اندېښنو په اړه مقاله خپره کړې چې ليکي، څه به کيږي؟ هغه عامه پوښتنه ده چې په هر ځای کې يې ايرانيان له يو بل څخه کوي خو داسې ښکاري چې هيڅ څوک د دې پو ښتنې ځواب نه لري.

په فايننشل ټايمز ورځپاڼه کې نجمي بزرګ مهر ليکي، کله چې هم په ټېکسيانو، پلورنځيو، سالونونو او د ډوډۍ اخستلو لپاره په کتارونو کې ولاړ ايرانيان له يو بل سره خبرې کوي نو تر ټولو زياته عامه پوښتنه يې دا وي چې ((څه به کيږي))؟ خو د ليکوال په وينا د دې پوښتنې ځواب له هيچا سره نه وي.

ليکوال پر مخ ليکي، د نړيوالو بنديزونو له کبله ايران په اقتصادي توګه اغېزمن شوی او دا هر څه د خلکو له ورځني ژونده له ورايه ښکاري. که څه هم په نرخونو کې جګوالۍ راغلی خو بيا هم تر اوسه په دې هيواد کې د ورځني ژوند د استعمال ټول شيان تر لاسه کېدای شي. پوښتنه دا راپورته کيږي چې دا هر څه به تر څومره دوام ولري؟ يوې خوا ته د ډالر په مقابل کې د ريال ارزښت مخ په کمېدو دی نو بلخوا شتمن او غريب ټول په دې باور دي چې د دوی سرمايه، جايداد او د اخستلو توان هر څه اغېزمن شوي دي. د شيانو په نرخونو کې د جګوالي له کبله د يو شمېر توکو خريداران کم شوي دي او خلک اوس هغسي هوسا او له عېشه ډک ژوند نه شي کولای چې مخکې به يې تېرولی. اوس زياتره ايرانيان يوازي د ژوند د بنيادي ضرورتونو د بشپړه کولو لپاره شپې سبا کوي.

ليکوال پوښتنه راپورته کوي، د ايران د لانجمن اېټمي پروګرام له کبله به د امريکا او غربي هيوادونو د اقتصادي بنديزونو په پايله کې ولس څه کوي؟ زياتره ايرانيان دا فکر کوي چې له ايرانه افغانستان يا عراق نه شي جوړېدای ځکه امريکا اوس دا توان نه لري چې په بل هيواد کې پوځي مداخلت وکړي. بلخوا اوسنی رژيم د مصر د حسني مبارک او د سوډان د زېن العابدين په شان واک پرېښودلو ته هم تيار نه دی. بلخوا زياتره ايرانيان يو بل ته خبرداری ورکوي چې د شام اوسني حالت ته وګورئ او که چيري د دوی د رهبرانو په ضد پاڅون وشو نو کېدای شي د ايران اوسنی رژيم هم د بشارالاسد د رژيم په څېر له ولس سره ناوړه وضع وکړي.

د ليکوال په وينا په اوسني شرايطو کې داسي نه ښکاري چې په ايران کې به لوی بدلون رامنځ ته شي ځکه د ۱۹۷۹م کال د انقلاب سربېره د ايران خلک روغه غوښتونکي دي. په ۲۰۰۹م کال کې که څه هم د زرغون انقلاب په نامه د اپوزيشن زرګونه غړي کوڅو ته را ووتل او د سياسي اصلاحاتو غوښتنه يې وکړله خو دا هر څه بې نتيجې ثابت شول.