د پوليټيکل انتظامییې ترمخه دغه پیښه د زیارت په ورځ قریبا د کوزې اورکزو ایجنسۍ د سنځو دارې په یو اډه کې شوې ده.
بلخوا یو ځايي اوسیدونکی ملک یاسین وایی چې د چاودنې په وخت یو شمیرخلکو په سیمه کې سوداګانې کولې.
ده وویل، چې له لومړۍ چاودنې وروسته چې کله خلک راټول شول نو ورپسې بله چاودنه وشوه . او په هغې کې ډېرو خلکو ته مرګ ژوبله واویښتله. خو لا تر اوسه د مړو او زخمیانو صحیح شمیر نه ده معلومه شوې.
د اورکزو ایجنسی انتظامییه وايي، په چاودنه کې ۱۲ کسان په نښه شوي دي چې په ۴ کسان ځای ځای ووژل شول.
دوی زیاتوي، د پېښې زخمیان د کلايي لوی هسپتال ته وړل شوی چې پکې ډېری یې سخت ژوبل دي. په ټپیانو کې ې ځینې د کوهاټ او پېښور روغتونو ته وړل شوي دي.
د پوليټیکل انتظامییې په خبره له پېښې وروسته امنیتی ځواکونو سیمه په خپله ولکه کې اخیستې او د چاودنې پلټنې یې پیل کړې دي.
د یادولو ده چې له بندوبستي سیمه کلايي مرکزه قریبا ۳۰ کلو میټره لرې او د خیبر ایجنسۍ له پولې سره نیزدې په سنځو داره سیمه کې میشتی قوم اوسیږی.
په سیمه کې د بمي چاودنې پړه لا تر اوسه کومې وسله والې ډلې په خپل سر نه ده اخستې.