بلوچستان: په سیوۍ کې چاودنې ۴ تنه وژلي ۳ ژوبل

د بلوچستان سیوۍ ښار



د بلوچستان په سیوۍ سیمه کې چاودنه شوې، چې د دې ښار د پولیسو په وینا اتو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. د دې ښار دپولیسو يوه مشر محمد قاسم چې د پېښي په ځاي کې وو. مشال راډيو ته وویل؛ چاودنه ددې ښار پر نشتر سړک شوې، چې مړي او ټپيان يې ټول د دې ښار سرکاري روغتون ته منتقل کړي. ډي ایس پي محمد قاسم زیاته کړه.

؛ دا نشتر سړک دی. او دلته د عبدالجبار راجپوت په نامه د يوه کس دوکانونه دي. ددې دوکانو مخې ته په يوه چنګچي رکشه کې بم ځای پر ځای شوی وو. په دې چاودنه کې تراوسه څلور تنه وژل شوي، او درې یا څلورنور ژوبل شويدي؛ .

پولیس د څلورو تنو د مرګ پخلی کوي، خو د پاکستان سرکاري ټي وي په یاده چاودونه کې د پنځو تنو د مرګ رپوټ ورکوي.

د یاد ښار د پولیسو په خبره په همدې نشتر سړک د دې چاودنې له امله پنځو دوکانو ته هم زیان رسېدلی دی. او زیاتوي تر اوسه لا دا څرګنده نه ده، چې په دې چاودنه کې څومره کیلوګرامه اودېدونکي توکي کارول شوي وو. بیا هم د سیوۍ ډي ایس پي محمد قاسم:

؛ هو! دوکانو ته هم نقصان رسېدلی دی. د دوکانو دروازې ماتي شوې، او د ځينو خو چتونه هم راپرېوتي دي. زه دا وخت وینم چې پنځه دوکانونه له دې چاودنې څخه متاثره شویدي؛

د محمد قاسم له وینا سره سم د دوکانو مالکان د پنجاب له راجپوت قبیلې سره تعلق لري. چې دده په وینا د پلرونو او نیکه ګانو له وخته هم دلته په سیوۍ کې میشت دي. د سیوۍ ددې چاودنې مسوولیت د رپوټ تر بشپړېدو پورې لا هم کومې ډلې قبول کړی نه دی.

خدای نور ناصر مشال راډيو کوټه