د پاکستان په قبایلي سیمې باجوړ کې امنیتي چارواکو له ۲۰۰۸ز کال راهیسې لګېدلی ګرځبندیز ختمولو اعلان کړي دي.
په باجوړ کې د وسله والو پر ضد په ۲۰۰۸ز کال کې پوځي عملیات پیل شوي ول او له هم هغه وخته راهیسې په کې د شپې مهال ګرځبندیز لګول کېده.
امنیتي چارواکو بېګا ماښام د کرفیو ختمولو اعلان وکړ او و یې ویل چې په سیمه کې حالات ښه شوي دي.
په سیمه کې موجود یوه پوځي مشر برېګېډيیر حیدر علي ویلي ولس به اوس د شپې مهال هم په بازارونو کې سودا اخیستو له پاره تللای شي.
د سیمې اوسېدونکو د باجوړ امنیتي چارواکو د پرېکړې هر کلی کړی دی.
د یادونې وړ ده چې په باجوړ کې هم د نورو قبایلي سیمو په څېر وسله والو طالبانو خپل نظام عملي کړی وو چې تر دې وروسته نه یوازې د باجوړ په بېلا بېلو سیمو کې امن لښکرې جوړې شوې بلکې پوځ هم عملیات وکړل.