په فاټا کې د بشپړ امن لپاره څه کول په کار دي




په قباييلي سيمو کې وخت په وخت د نا امنيو له امله دغو سيمو کې ځای پر ځای د پاکستان پوځ ګرځبنديز يا کرفيو لګوي، د رواني میاشتي په ۱۹مه نيټه په باجوړ قباييلي سيمه کې د تيرو څلورو کالو نه عملي ګرځبنديز لري کړل شو .

خو اوس هم د خيبر قبايیلي سيمې په باړه کۍ له تيرو څو کلونو راهیسی ګرځبنديز دی، دا چې دا ډول ګرځبنديزونو د دغو سيمو د ولس ژوند څومره اغيز من کړی دی ، او په یادو سیمو کې د بشپړ امن لپاره څه چاري کول پکار دي. هم دا د نني کرښې پر غاړه اونيزۍ خپروني موضوع ده،


پدی خپرونه کې د قبايلي سيمو لپاره د امنيت پخوانی سیکرتر بريګيدیر محمود شاه، د باجوړ قبايلي سيمې يو مشر حاجي ملک عطا الله ، او د شمالي وزير ستان ایکشن کمیتی مشر سر فراز خان ميلمانه دي.


د دي خپرونی کوربه مجید بابر دی.