امريکا: انتخاباتي هلې ځلې ختم نن صدارتي ټاکنې دي

ولسمشر بارک اوباما او د ريپبلکن ګوند له خوا د هغه سيال ميټ رامني په سخته مبارزه بوخت دي.




ولسمشر بارک اوباما او د ريپبلکن ګوند له خوا د هغه سيال ميټ رامني په سخته مبارزه بوخت دي. نظرپوښتنې ښيي چې اوباما په ځينو رياستونو کې يوڅه مخکې دى او دا په بريا کې برخليک ټاکونکې مسئله ده.

اوباما پرون په نيو همشاير رياست کې وويل، دى د رښتيني بدلون د راوستلو لپاره په سختۍ سره کار کوي:

” تاسې پوهېږئ چې زما دریځ څه دی او پر څه عقيده لرم. تاسې پوهېږئ زه رښتيا وايم، تر هغو چې ستاسو د ولسمشر په توګه دا ویاړ ولرم، ستاسو او ستاسو د کورنيو لپاره په سختۍ سره مبارزه کوم. کله چې له ځانه وپوښتئ څوک زما لپاره مبارزه کوي او رښتينى بدلون راته راولي، زه پوهېږم رښتينى بدلون څه دى. ما ستاسو سره يوځاى د دې بدلون لپاره مبارزه کړې ده او د ثابتولو لپاره يې شواهد لرم“

د اوباما مخالف رامني وويل، ولسمشر بارک اوباما د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې لږې لاسته راوړنې درلودې او د بلې دورې لپاره وړ نه دى:

سږکال به د امريکا د ولسمشرۍ پر انتخاباتو ٢ اعشاريه شپږاربه ډالر لګښت وشي.