د پاکستان چيف جسټس افتخار محمد چودهري ويلي دي هغه وخت لاړ چې د هيواد د استحکام تعين به د ټانکونو او مېزايلونو له لارې کېدی. نوموړي زياتوي چې د هيواد ټولي ادارې تر قانون لاندي بايد کار وکړي او هيچا ته به اجازه ورنه کړي چې قانون په لاس کې واخلي. نوموړي دا خبرې د دوشنبې په ورځ په اسلام آباد کې په نېشنل منېجنټ کالج کې تر هغه وروسته وکړې چې د هيواد د پوځ مشر جنرل اشفاق پروېز کياني د هغو هڅو خلاف خبرداری ورکړی و چې د هغه په وينا له کبله يې د پوځ سپکاوی کيږي. د کياني دا بيان د هيواد سپريم کورټ ته يوه پټه ننګونه ګرځول کيږي ځکه چيف جسټس تېره مياشت امر کړی و چې پوځ دي په سياست کې لاس وهنه بنده کړي.
په همدې هکله د مشال راډيو خبريال احمد شاه اعظمي په پېښور کې د سياسي او دفاعي چارو له کارپوه ډاکټر اعجاز خان سره خبرې کړي او په لومړي سر کې يې ترې پوښتلي چې آيا د چيف جسټس له بيان څخه دا تاثر اخستل کېدای شي چې عدليه به اوس په ريښينې توګه د جمهوريت د ټينګښت لپاره د پوځ مخې ته ودريږي؟ ډاکټر اعجاز يې په ځواب کې وايي:
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
خو د چیف جسټس تر څرګندونو وړاندې د پاکستاني پوځ مشر جنرال اشفاق پرويز کياني ویلي چې د پوځ پر اوږو يوه مهمه زمه واري پرته ده او پکار ده چې له تير وخته سبق واخیستل شي او سترګې د یوه ښه راتلونکې پر لور واړول شي.
د پوځ مطبوعاتو څانګې آی ايس پي آر یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي دا څرګندونې د تير ګل په ماښام د پنډۍ په لوی پوځي مرکز کې پوځي افسرانو ته په خپله وينا کې کولې.
چيف جسټس بيان داسې دى} لکه پر اور تيل اچول{ چې وايي،” هغه وخت ولاړ چې د پاکستان استحکام به د ميزايلو يا ټينکونو په ذريعه کيدلو“
د سياسي چارو کار پوهه سجاد نصير