"ښه راتلونکی مو انتظار کوي"

ولسمشر باراک اوباما


قاسم خان مندوخېل مشال راډيو

د امریکا دوباره ټاکل شوي ولسمشر باراک اوباما خپلو پلویانو ته څه نا څه ۲۵ منټه پورې اوږده د بري وینا کې وویل،” چې زه په دې ویاړم چې د امریکا ولسمشر یم. “ نوموړي د خپل انتخابي کمپین ټيم ، رضاکارانو او رایه ورکوونکو مننه وکړه چې”نن زه ستاسو له وجې د امریکا ولسمشر یم. او دا ټاکنیزه منډې ترنډې به د امریکا په تاریخ کې د ځانګړي انتخاباتي کمپین په توګه یادېږي. او دا هر څه ستاسو له وجې دي. زه په تاسو ویاړم. “

نوموړي په خپلو څرګندونو کې وویل د بل هر وخت د خپل هیواد راتلونکي ته خوشبین دی. ” امریکا یو داسې ملت دی چې غورځېدل او پرځېدل یې یو ځای دی. نن امریکايي ولس راته وښودله، چې لاره اوږده او سخته ده خو ستاسو همت او ولوله به دا منزولونه رالنډوي. تاسو د خپل قضاوت او پوهې پر اساس د امریکا له دوو کاندیدانو یو وټاکلی. خو تش د رای په ورکولو سره کار نه ختمېږي. اوس به د امریکا د راپورته کولو لپاره په ګډه کار کوو. ”موږ له خپل هیواد سره زښته ډېره مینه لرو. او د زړه له تله یې خیال ساتل غواړو. او زه به له رومني سره کښېنم چې دا هیواد ځنګه پر مخ بوځو. څنګه راڅېرمې ستونزې په ګډه هوارې کړو. “

ولسمشر اوباما په خپله وینا کې د مرستیال ولسمشر جوبایډن مننه وکړه چې”دا نن چې زه پر دې ځای ولاړ یم د دې تر شا د هغه لوی لاس دی. او زه نن ولسمشر نه وای که مې ۲۰ کاله وړاندې له میشل سره واده نه وای کړی. زه د خپلو پلویانو ملاتړ کوم چې د دوی له لاسه دې ځای ته رارسېدلی یم. موږ دا هر څه ستاسو په مرسته ترلاسه کړي. تاسو زه دې ځای ته رارسولی یم. ستاسو ټولو د هڅو منندی یم. ستاسو د منډو ترنډو په مټ او زور بري ته رسېدلیو یو. “

نوموړي وویل چې ”ښه راتلونکی مو انتظار کوي“.

هغه زیاته کړه.”د امریکا د جمهوري لارښوونې له مخې به هیواد له شته ستونزو راباسو. بې روزګارو ته به کارونه موندو. نوي اېجادات به کوو. نوې مواقعې به موندو. موږ امریکا ویاړلې غواړو. “