د اوباما په بیا کامیایېدو د جهاني مشرانو مبارکي

ولسمشر باراک اوباما له خپلې مېرمنې میشل او دوو لوڼو سره


له افغانستانه تر اسراییله، تر یورپه، نړیوالې ټولنې د امریکا په انتخاباتو کې ولسمشر باراک اوباما ته په بیا کامیابېدو مبارکي ويلې.

د افغان ولسمشر حامد کرزي ویاند په داسې حال کې د باراک اوباما د بیا ولسمشر جوړیدلو هرکلی کړی چې په ۲۰۱۴م کال کې بهرني ځواکونه له دې هیواده د وتو پلان لري.

د یوروپي کمیشن مشر خوزي مانوېل باروسو او د یوروپي ټولنې مشر هرمن وان رمپی په یوه ګډ بیان کې ویلي چې له اوباما سره نژدې همکارۍ ته سترګې په لار دي.

د مبارکۍ ورته غږونه د یوروپي اتحاد له نورو هېوادونو هم راپورته شوي.

د برتانییا لومړي وزیر ډېویډ کېمرن تر ټولو لومړۍ پر ټویټر ولسمشر باراک اوباما ته د مبارکۍ پیغام لیکلی وو او هغه یې خپل ملګری بللی دی.

د جرمني چانسلرې (لومړۍ وزیرې) انګیلا مېرکل هم په یوه لیک کې په امریکا کې ترسره شوي انتخابات ستایلي او د نړیوال اقتصادي بحران پر وړاندې د واشنګټن له مبارزې سره یې خپل غږ یو کړی دی.

د فرانس ولسمشر فرانسویس هولاند د مبارکۍ په خپل پیغام کې باراک اوباما یو بې سارۍ ولسمشر وباله چې د یورو- اټلانټیک اړیکي به لاپسې پیاوړي او تینګې وساتي.

د نیټو مشر اندرې فوغ راسموسین هم په انتخاباتو ګټلو ولسمشر اوباما ته مبارکي ویلې. د روسي ولسمشر ویاند وايي د باراک اوباما په دویم وار منتخیبېدلو ته په ښه سترګه ګوري. له دې علاوه د چین ولسمشر او وزیراعظم دواړو په ګډه ولسمشر اوباما ته په ټیلیفون مبارکي ورکړې.

د اسرائیلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د اوباما د بیا ټاکل کیدو هرکلی کړی او وایي، د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې د بل هر وخت په نسبت ډېر غښتلې دي.

د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس ولسمشر اوباما ته د مبارکۍ په خپل پیغام کې هیله وښودله، چې اوباما به په منځني ختیځ کې د سولې راوستو خپلې هڅې جاري ساتي.