د کوټې په عالمو چوک کې د المعز نومې د موټرو شوروم مخې ته چاودنه شوې، چې د امنیتي چارواکو په وینا دوه ولسي وګړي په کې وژل شوي، او د ملېشه سرتیرو په شمول شاوخوا لس نور يي ژوبل کړيدي.
د پولیسود ډي ايي جي اپریشن وزیرخان ناصر په وینا چاودنه د یاد شوروم مخې ته په يوه ولاړ بايسیکل کې د ځاي پر ځاي شوي ریموټ کنټرول بم له لاري شوې، چې ددوي په وینا هدف يي د ملیشه ځواکونو موټري وې، چې د چاودنې په وخت له همدې ځای څخه تیرېدې. مړي او ولسي ژوبل کسان د کوټې سنډیمن روغتون ته وړل شوي. د روغتون مشر ډاکټر نواز له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې د دوی ته روغتون ته دوه مړي اوپنځه ټپیان وروړل شوي دي. د ده په خبره د ټبیانو حالت د اندېښنې وړ نه دی.
په دې بمي چاودنه کې ژوبل شوي يوه عیني شاهد مشال راډيو ته وویل؛ چاودنه خاص په عالمو چوک ددوی د شوروم مخې ته شوې:
؛ زه په شوروم کې دننه ناست وم. موږ په کمپيوټر يو ایمیل استاوو، چې چاودنه وشوه، زه خپله ټپي شوم او تر هغه وروسته خبر نه یم چې څه وشوو؛
د کوټې استخباراتي سرچینې رسنیو ته خبر ورکوي، چې په دې چاودنه کې د ملیشه ځواکونو درې سرتیري هم ژوبل شوي، چې د يوه حالت په کې د اندېښنې وړ دی. دا ټپيان يي سي ایم ایچ روغتون ته منتقل کړي.
د ویلو وړ ده چې په همدې عالمو چوک کې د روان کال د مۍ پر پنځلسمه نېټه هم ورته چاودنه شوې وه، چې څلور تنه يي وژلي او تر شپږویشت زیات نور يي ټپيان کړي وو.
د مۍ د میاشتې ددې چاودنې هدف هم د ملیشه ځواکونو کتار وو، چې مسوولیت يي بلوڅ بیتلون غوښتونکې وسله والې ډلې بي ار اې قبول کړی وو. خو د سې شنبې د ورځي د بمي چاودني مسوولیت لا هم تردې دمه کومې ډلې قبول کړی نه دی.
خدای نور ناصر مشال راډيو کوټه