نن په اسلام اباد کې د اتو پرمختیايي هیوادونو (ډي اېټ) سرمشريزې ته په خپله وینا کې د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري وویل، چې د سازمان غړو هېوادونو ته ورپيښې ستونځې په ګډه هوارېدای شي.
((نن د اتو هيوادونو حکومتونه د خپل دغه چوکاټ له لارې په ګډه ژمنتيا ښيي چې د پاکستاني ولس سره په ګډه دغو هيوادونو ته د ورپيښو ستونځو حل ولټوي. د امن جمهوريت او خوشالۍ د لاس ته راوړلو لپاره يوازينۍ لاره په ګډه مبارزه کول دي او دا ډول به موږ خپل اهداف تر لاسه کړو))
د غونډې اجنډا د دغو هيوادونو ترمنځ د خپل منځي تجارت د حجم زياتول ، سوداګري ، پانګه اچونه او یو لړ نور دي.
د ولسمشر زرداري تر وینا مخکې د نایجېرییا ولسمشر ګوډلک جنتن د “ډي اېټ ” راتلونکې دوکلنه مشري پاکستان ته وسپارله او زیاته یې کړه چې د ډي ایټ ملکونو د پرمختګ پر لوري ګام اخیستی او تمه یې وښودله چې “ډي اېټ” یو روښانه راتلونکی لري.
د دې غونډې پرمهال په اسلام آباد کې سخت امنیتي ګامونه اخیستل شوي او عامه رخصتي اعلان شوې ده.
د اسلام اباد حساسې سیمې چې ورته ریډ زون هم ویل کیږي د کانټينرونو په واسطه تړل شوي او د ښار په نورو برخو کې هم دموټر سایکل سپرو کسانو ځای پر ځای پلټنه کیږي.
په دغه سرمشریزه کې د پاکستان ، ایران ، مصر ، ترکي، اندونیزیا ، مالیزیا ، نایجیریا او بنګله دیش مشران برخه اخیستې.