د طاهر اپرېدي افسانې په نصاب کې ښودل کېږي

لیکوال او شاعر اپرېدی

ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ:د پښتو ادب په نړۍ طاهر اپریدی هغه نوم دی چې د خپلې ژبې په خدمت کې یې ټول عمر تیر کړی دی. د ۷۲ کلن طاهر اپریدي پلرنی ټاټوبی دره ادم خېلو سره نزدې د بوړه نومې کلی دی خو هغه د تېرو لسګونو کلنو راهسې په کراچۍ کې میشت دی ـ

طاهر اپریدی د پښتو ژبې ترڅنګ په اردو ژبه کې هم کتابونه لیکلی دي ـ نوموړي د پښتو لنډې کیسې، نالونه، سپرنامې او رپورتاژونه په ۱۷ کتابونو کې راټول کړي دي ـ نوموړی وایي، خپل ادبي سپر یې له شاعرۍ شورو کړی دی او بیا یې د افسانې یا لنډې کیسې پله مخه کړې ده ـ

(( په ۱۹۵۳ کې زه د ادب په لار روان شوی یم ـ بیا ما شاعري شورو کړه ـ بیا مې رجحان د افسانې طرف ته شو ـ په ۱۹۶۰ م کې ما [تانه په غم کې کمه نه یم ] افسانه ولیکله ، ورپسې مې بله افسانه د [کلیزې] په نوم ولیکله او دغه افسانه مې بیا د لږ بدلون سره [بیا هغه ماښام دی ] تر عنوان لاندې چاپ کړه ))

طاهر اپریدي په خپلو تخلیقاتو کې د پښتنو په ژوند ژواک او هغوی ته په ورپیښو ستونزو کیسې او ناولونه لیکلي دي ـ تېر کال د نوموړي د ((تربوزک)) په نوم ناول چاپ شوی دی په دغه کتاب کې د قبایلي سېمو څخه په دې ورستیو کې په ګڼ شمیر کې د خلکو بې کوره کیدل او هلته موجودو حالات انځور شوي دي ـ
څه موده مخکې چاپ شوي اردو ناول ((تیري انکهیں خوبصورت هیں)) په اردو ادب کې شهرت موندلی دی ـ دغه ناول د افغانستان د یوې کډوالې ماشومې شربت ګلې په ژوند لیکل شوی دی ـ

((دغه ماشومه شربت ګله نومیده ، د هغې په سترګو کې د هیرې په برېښنا او څپې بهیدلې،د هغې په تصویر فوټوګرافر ته ایوارډ هم میلاو شوی و، ما دغه جینۍ د عظمت ګلې په نوم په خپل ناول کې مخ په وړاندې بوتلله او په دې توګه مې د افغانستان او قبایلي سېمو حالات په دغه ناول کې انځور کړل ـ دا ما ځکه په اردو کې وکړل چې په اردو ادب کې د افغانستان په حواله لږ لیکل شوي دي ـ زما دا خیال و چې دا اردو کې ولیکم چې اردو والا هم پرې پوه شي او هغوی دغه ناول ډیر خوښ کړو))

ددې ترڅنګ په کراچۍ کې د طاهر اپریدي کور د سېمه ایزو او د پیښور،افغانستان او نورو سیمو څخه د راغلو لیکوالانو او شاعرانو د یو بل سره د لیدو مرکز هم دی.

((حمزه شینواري، اجمل خټک خدای دې دواړه وبخښي ،سلیم راز،درویش دراني،فاروق سرور،سعیدګوهر، له افغانستانه اسماعیل یون، هیوادمل، حبیب الله رفیع، عبدالباري جهاني او نور ډیر ملګري چې کراچۍ ته کله هم راغلي دي زما میلمانه شوي دي او اوس هم راځي ـ زه په دې فخر محسوسوم ))

طاهر اپریدي که څه هم رسمي زده کړې نه دي کړې خو د هغه تخلیق شوې افسانې د پوهنتون د زده کونکو په نصاب کې شاملې دي. ددې ترڅنګ نوموړی د درې میاشتنۍ جرس مجلې تر۱۲کلنو چلونکې او چیف ایډیټر هم پاته شوی دی ـ