اسفندیار: دکالاباغ ډیم پر سردپنجاب قومنداني نه منم

دعوامي نیشنل ګوند مشر اسفند یار ولي خان خبري غونډې ته وینا کوي


د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان ویلي، که د پاکستان سپریم کورټ هم فیصله ورکړي چې کالاباغ ډیم دې جوړ کړل شي، دی به یې و نه مني.

تېره ورځ په پېښور کې د کالاباغ ډیم پر ضد یوې جلسې ته د وینا پر وخت اسفندیار ولي خان وویل، هر کس چې په حکومت کې راغلی د پنجاب په زور یې خبره کړې چې دا ډیم به جوړوي.

(( د پنجاب نه چې هرڅوک حکومت ته راغلی ، همدا خبره کوي چې د کالاباغ ډیم به جوړوو، زه دوی ته وایم د کالاباغ په سر نه نظر پوښتنه کې برخه اخلم ، نه مذاکرات کوم ، زه له سره کالاباغ نه منم. زه په دې اړه د سپریم کورټ پریکړه هم نه منم .))


د عوامي نیشنل ګوند مشر زیاته کړه، که پنجاب ورسره د ورور په توګه اوسي خو ښه ده که نه پښتنو نه پخوا د چا قومانداني منلې او نه به یې اوس و مني. څوورځې مخکې دلاهور هايي کورټ په خپله یوه پرېکړه کې ویلي وو چې کالاباغ ډیم دې جوړ کړل شي. د دې پرېکړې پر ضد په سند او پښتونخوا کې احتجاجونه وشول.