د پاکستان سپريم کورټ د وزيراعظم راجه پرويز اشرف د ګرفتارۍ حکم ورکړېدې.
د کرايې برېښنا کوت (بجلي ګرو) کېس کې د سپريم کورټ درې کسیزه جرګګۍ د نېب چېرمېن ته حکم ورکړو چې د وزيراعظم په ګډون دې ټول ۱۶ ککړ کسان ونيسي او عدالت ته دې وړاندې کړل شي.
د عدالت وېنا وه چې د دې ټولو کسانو نومونه دې په اي سي ايل کې واچول شي او که په دوی کې څوک هم له هېواده وتېښتېدلی نو نېب به یې ذمه وار وي.
بلخوا د وزيراعظم سلاکار فواد چودري دغه فيصله دقانون او آئين ضد ګام بللی دی او وايي، چې سپريم کورټ سره داسې هېڅ اختيار نشته چې د وزيراعظم يا بل چا خلاف دګرفتارۍ حکم ورکړي.