کمپویټري موسیقۍ پښتانه سازیان بېکاره کړي



هارون باچا مشال راډيو

پراګ:- د پښتو موسيقۍ په اړه که يوې خوا ته ويل کېږي چې په دې وروستيو کې يې وده کړې، نو بلې خوا ته پېښور مېشته سازنده ګان وايي چې د موسيقئ ثبتولو نويو او مشيني طريقو د دوئ ژوند او کار روزګار زښت اغېزمن کړی دی.

د سبز علي په نوم د طبلې يو نوميالی استاد وايي، شاوخوا شپږ مياشتې کېږي چې خپل ساز ته يې ګوتې نه دي وروړي. نوموړی د پښتو موسيقۍ کمپيوټري اندازونه او په خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې روانه ترهګري د پېښور د موسيقي غږونکو د بېکارۍ غټ لاملونه يادوي:

((والله، يو کال نه زيات وخت وشو چې دلته هيڅ کار نشته. بس دغه کمپيوټري سټوډيو ګانې دي، سوفټوېرز يې راوړي دي چې ردمونه او هر رقم موسيقي په کې شته. طرز هم په کمپيوټر درته جوړوي. څو ورځې مخکې د پاکستان ټيليويژن پېښور څانګې ټيليفون راته وکړ. يو پروډيوسر راته ويل، استاد راشه او طبله هم له ځانه سره راوړه. ما ورته وويل، نه شم راتلای، ځکه چې شپږ مياشتې وشوې، طبله مې هيڅ غږولې نه ده. مساله دا ده چې بله کومه مزدوري هم نه شم کولی. دومره ايوارډونه مې اخيستي دي او چې اوس چولو خرڅولو ته کښېنم خو بد به لګېږم. د پاسه پرې د ترهګرۍ پېښې دي، هر ځای خلک وژل کېږي، نو په داسې حالاتو کې به څوک څه موسيقي وکړي.))

په پېښور کې د فضل په نوم د طبلې يو بل استاد هم، له دې امله چې د کار هغه زوړ خوند يې پاتې نه دی، سر ټکوي. دی د پاکستان له حکومته غواړي چې د ټيليويژن او راډيو د هنرمندانو معاشونه ورزيات کړي.

((مخکې به چې مو په مياشت کې لس البمونه ريکارډول، اوس څلور هم نه کوو. سندرغاړي هم په دې هڅه کې وي چې سندرې د کمپيوټر په وسيله ثبت کړي، چې بيا يې د خپلو ويډيوګانو او سټيج شوګانو لپاره وکاروي. اوس خو د موسيقۍ د کسب خوند په دې پاته نه شو چې په دغه کمپيوټري سټوډيوګانو کې ټول بې مسلکه خلک ناست دي. د يوه موسيقي ثبتوونکي تعلق هم د موسيقې له کومې کورنۍ سره نه دی. زه دا وايم، لکه څنګه چې د پوليسو يو سپايي برتي شي او وخت په وخت يې ترقي کېږي، نو حکومت دغه رنګ يو غم بايد د هنرمندانو هم وخوري. دا زموږ هنرمندان چې په کومو سختو حالاتو کې راګېر دي، دې ته په کتو سره زه نه غواړم چې په خپل اولاد کې مې څوک هنرمند جوړ شي او دغه رقم بدمرغۍ يې په برخه شي.))

هم په پېښور کې پېژندل شوی سندرغاړی کرن خان استادانو سازنده ګانو ته ورپېښې ستونزې تايدوي او وايي چې په مارکيټ کې د دوئ د ژونديو سازونو ځای اوس مشيني هغو نيولی دی.

((زموږ چې څومره هم د طبلې تکړه استادان دي، ولي داد، ماس خان، سبز علي، فضل، دا ټول له مشکلاتو سره مخامخ دي. زه وخت په وخت هڅه کوم چې خپلو کيسټونو ته يې راوغواړم، خو يوازې زما په دغسې کولو خو څه نه کيږي. دوئ همدغه کمپيوټري موسيقي يادوي او وايي، چې له وجې يې ژوند کول ورته ګران شوي دي. د سرفراز خبره به درته وکړم چې راته يې ويل، د پښتو له روايتي سازونو سره مې کيسټ وکړ. خو چې دوکاندار ته مې يووړ نو له اخيستلو يې انکار وکړ او و يې ويل چې له دغه سازونو سره دې کولو نو خپله يې اوس د خرڅولو بندوبست کوه.نو چې سندرغاړو او دوکاندارانو د موسيقۍ استادانو ته شا کړه نو ضروري خبره ده چې ګيله من او پريشانه به وي.))

د پښتو موسيقۍ يو د پام وړ شمېر اورېدونکي په عين وخت کې وايي، کمپيوټري او له شوره ډکې سندرې يې هيڅ نه خوښېږي او دا چې د ساعت تېرۍ لپاره هم هغه د پښتو زړې او له سوچه پښتني سازونو سره جوړې شوې سندرې اوري. د خيبر پښتونخوا حکومت هم په دې وروستيو کې د هنري اکيډميانو د جوړولو ويلي دي چې غواړي له دغه لارې د صوبې ځوانانو ته د موسيقۍ او نورو ښکليو هنرونو د زده کړې موقعې په لاس ورکړي.