"خپل مین خو دومره ژر له چا نه هېرېږي کنه!"

کراچۍ - څه له پاسه یو کال مخکې د پېښور متنو په شریکرې سېمه کې د ۴۵ کالنې ښځې جمشېد بي بي له کوره د دې خاوند، لېورونو او لېورزیو په ګډون د اووه کسانو جنازې وتلې وې.


نوموړې وايي، دوی په خپل کلي کې له مودې راهیسې قبایلي دښمني لرله.

د دې په خبره، بیا چې په سیمه کې وسله وال زیات شول نو د دوی دښمنانو له هغوی سره لاس یو کړ او لومړی یې د دوی پر هوجرې (حجرې) بمي حمله وکړه او بیا یې ورباندې راکټونه وورول.

نوموړې مشال راډیو ته وویل: ((وړه شان کمره وه، د چاودنې له وجې هغه کمره اوچته شوې وه او په بل مخ غورځېدلې وه ـ ټول [سړي] مو تر خاورو او خټو لاندې ول. موږ [ښځې] ورغللو او د هغوي مړی مو له خټو او خاورو را و ایستل. همېشه له پاره پر داسې موقعو پښتنې ښځې ویښته شکوي، خو موږ ته خدای [پر] دغې موقعې حوصله راکړه او ټول مړي مو په خپلو لاسونو را و ایستل.))

جمشېد بي بي وايي چې اوس هم ورته کله خپل خاوند ور په یاد شي نو له سترګو یې بې واره اوښکې توی شي......

د هغې په خبره، خاوند یې ډېر عم په مساپرۍ کې تېر کړی وو او له اوږده سفره تر را ستنېدو یوازې ۱۵ ورځې وروسته تل تر تله له دې جدا شو:

((د هغه خبرې، د هغه ناسته ولاړه، هر څه ما ته یاد دي. اوس یې د یوې، یوې خبرې ارمان راځي..... خپل مین خو دومره ژر له چا نه هېرېږي کنه!!! د هغه د جدایۍ ورځې په موږ سختې تېرېږي.))

جمشېد بي بي وايي، د قبایلي دښمنۍ نتیجه د زلمیو وژنه او د پښتنو ښځو ټول عمري کونډتوب وي:

((ما مې خپل خاوند ته ډېر وویل چې زما جایداد نه دی په کار، ما ته ستا ژوند خوږ دی. خو زموږ د پښتنو دې خدای بېخ وباسي!!!! وګوره! موږ اووه ښځې کونډې یو! په دې کې یوازې زه [۴۵ کالنه] یم. زما د لېوره ښځه په څلورمه میاشت کونډه شوه. د بلې [هغې] دوه واړه، واړه بچي دي. دا د پښتنو ښه کار نه دی. د کونډتوب [ژوند] اسانه نه دی. دا ډېره ګرانه ده، ډېره ګرانه!))

تر دې پېښې وروسته د جمشېد بي بي کورنۍ کراچۍ ته لاړه.

د نوموړې زوی ډاکتر سعید اپریدی وايي، له تېر یوه کاله په کراچۍ کې په ارامه اوسېدل خو له هغه وخت راهیسې چې په کراچۍ کې هم ځینې وسله والې ډلې پیاوړې شوې دي، دوی ته بیا ((ځېنې کسان)) ګواښونه کوي.

د جمشېد بي بي پر کور دا حمله د ۲۰۱۲ز کال د فبرورۍ پر ۱۲مه شوې وه.