په امریکا کې د یوه جومات امام پاکستاني طالبانو ته د زرګونو ډالرو د استولو او له هغوي سره د ملاتړ کولو په تور مجرم ثابت شوی دی.
اوه اویا ۷۷ کلن حافظ خان چې د فلوریډا ریاست د میامي ښار په یوه جومات کې امام دی، د سازشونو او له ترهګرو سره د همکارۍ په دوو جرمونو کې مجرم پیژندل شوی دی او د هر جرم په بدل کي به د پنځلسو کالونو د ممکنه قید له سزا سره مخامخېږي .
وکیلانو د ایف بي آی یا د پلټنو د فيډرالي ادارې لخوا د حافظ خان د سلګونه ثبت شوو ویناوو او خبرو پر بنیاد دا کېس تیار کړی چې نوموړي په کې د طالبانو د حملو ملاتړ کړی او پاکستان ته يې د پنځوس زرو ډالرو د استولو خبره کړې ده.
ددې امام هغه څرګندونې هم ثبت شوي چې نوموړي په کې د پاکستان د حکومت د ړنګیدو او پر ځای يې د سخت دریځه اسلامي شریعت د نافذولو ملاتړ کړی دی.
د حافظ خان په ثبت شوو څرګندونو کې دا هم راغلي چې نوموړی د امریکايي پوځیانو د وژنې او په ۲۰۱۰ کال د نیویارک د ټایمز څلور لاري د ناکامه بمي حملې ستاینه کوي.
خو حافظ خان ټینګار کوي چې د ده لخوا پاکستان ته د پیسو استولو هدف له کورنیو ، په سوات کې د مدرسو، او خیریه ټولنو مرسته کول دي.