“د اسلام په نامه کرکه”


د واشنګټن ټایمز ویب پاڼې په دې مقاله کې راغلي د غربي نړۍ له هر څیز د اسلام په نوم نفرت کولو ته ټوله دنیا حیرانه ده. د اسلام سره تعلق لرونکي ځینې سخت دریځه کسانو د ښځو او ماشومانو سره دبد چلند په حقله کتابونه لیکلي دي چې له وجې یې اسلامي نړۍ د ماشومانو د ناروغیو او کړاؤنو سره مخ ده.

ویبپاڼه لیکي د تیرې میاشتې په شپږویشتمه نیټه وسله والو د وزیرستان قبایلي سیمو کې د پولیو خلاف د کمپاین په یو ټیم ډزې وکړې چې پکې ددغه ټیم یو محافظ د امنیتي ادارو یو اهلکار ووژل شو. دې ته ورته یوه بله پیښه چې د تېرې جنورۍ په میاشت کې رامنځ ته شوې وه پکې یو پولیس واله وژل شوی وو.

دویبپاڼې د وېنا ترمخه د تیرکال د دسمبر په میاشت کې په کراچۍ کې د پولیو خلاف دمهم پرمهال د صحت د محکمې اته اهلکار وژل شوی وو دا راز د روان کال په سر کې دیوې خیریه ادارې اووه کارکوونکي چې پکې شپږ ښځې وې، هم وسله والو وژلي وو. ځکه نو د نړۍ ټول خلک وايي په تیرو دریو میاشتو کې درې اسلامي هېوادونو لکه پاکستان، افغانستان او نایجیریا کې شل مسلمانان یوازې په دې ګناه وژل شوي چې د انساني ژوند محفوظه کولو لپاره یې هلې ځلې کولې.

ویبپاڼه لیکي پولیو داسې خطرناک رنځ دې چې په وړو ماشومانو باندې حمله کوي. او دا راز په نړۍ کې یې په میلینونو ماشومان وژلي او یا معذوره کړي دي. پولیو په امریکا کې هم په زرګونه ماشومان وژلي وو خو پنځه لسیزې وړاندې ددې د مخنیوي لپار وکسین ایجاد شو .

د صحت د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او درپورټ ترمخه په ۱۹۸۸م کال کې په ټوله نړۍ کې د پولیو درې نیم لکه کیسونه وو چې د ۲۰۱۲م او ۱۳م کال د سروې ګانو ترمخه دا مهال په دنیا کې صرف ۲۲۳ د پولیو کیسونه دي.

بلخوا د اې ایف پي خبري ایجنسۍ یو رپورټ وايي په منځني ختیځ کې دامریکايي پوځ مشر د دې هېواد سینیټرانو ته وېلي هغه د ۲۰۱۴م کال نه پس په افغانستان کې د ۲۰۰۰۰ پوځیانو د ایسارولو په اړه سوچ کوي،تر هغې ډیره زیاته ده چې دغه هېواد کې دپاتې کیدونکي امریکايي ځواکونو په اړه پرې اوبامه انتظامیه غور کوي.

دا رپورټ د جنرل جېمز میتي د خولې لیکي په شخصي توګه یې په افغانستان کې د ۱۳۶۰۰ امریکايي پوځیانو د ایسارولو وړاندیز کړې او دهغه په فکرله دوی سره به نېټو اتحادي هېوادونه هم خوا اوشاه ۶۵۰۰ پوځیان ایسار کړي.

رپورټ وړاندې د جنرل میتي په حواله وايي که د افغان ځواکونو تربیت او استعداد په دا ډول روان وي نو په ۲۰۱۸م کال کې دنړیوالو ځواکونو افغانستان کې شمیره نوره هم کمول امکان لري.

بلخوا امریکا او نېټو وېلي دوي به د ۳۵۲۰۰۰ افغان ځواکونو لپاره تر ۲۰۱۸م کال پورې خپلې مرستې جاري ساتي.