بلوچستان کې دوې چیکۍ ښځې تښتول شوې


د بلوچستان په چاغي سیمه کې د مساپرو له يوه بس څخه وسله والو دوې بهرنۍ ښځې تېښتولې دي چې د چارواکو په خبره د یورپ د چېک جمهوریت اوسېدونکې دي.


له مشال راډيو سره په خبرو کې له چاغي د لېوي چارواکو د دې خبرې پخلی وکړ او زیاته یې کړه چې له دې بهرنیو ښځو سره يو شخصي محافظ هم وتښتوول شو، خو وروسته وسله والو بیرته خوشی کړی دی.

د نوکنډي سیمې د لیویزو تحصیلدار ظفراقبال مشال راډيو ته وویل چې د چیک ربپلک دغه دواړه ښځې د ایران له سېله وروسته د کوټې په لار بیرته خپل هیواد ته ستنېدې چې له چاغي څخه وتېښتول شوې.

(( د بس ډراییور وايي؛ زموږ بس يوه کروزنګ ډوله موټر ودراوه، په کې ناست وسله وال چې وردۍ يې اغوستې وې، راغلل، له بس څخه يې همدا دوې بهرنۍ ښځې او له هغوی سره د لیویزو يو محافظ کښته کړل او له ځان سره ي يووړل. چې وروسته بیا د بارډر په سیمه کې يې دا محافظ بیرته خوشی کړ.))

د چيکۍ ښځو د تښتوولو مسوولیت لا تر دې دمه هېڅ وسله والې ډلې قبول کړی نه دی. د ویلو وړ ده چې په بلوچستان صوبه کې که يوې خوا ته د پيسو لپاره د سړي تښتوونې پېښې له مودې راهیسي دوام لري.