په چيک جمهوريټ کې د هغې ادارې مشرې چې يوه کارکوونکې يې په بلوچستان کې تښتول شوې، له تښتوونکو غوښتي چې دغه نجلۍ دې ورپرېږدي.
په ذهني توګه له معذورو (معیوبو) کسانو سره کارکوونکې د We Are Open ادارې يوه کارکوونکې ۲۴ کالنه هانا همپالووا له خپلې يوې ملګرې انتوني خراستيسکا سره د چارشنبې پر ورځ له ايرانه د پاکستان د بلوچستان سرښار، کوټې ته په بس کې روانه وه، چې نا مالومه کسانو وتښتوله.
د يادې ادارې مشرې لېنکا فېڅووا د جمعې پر ورځ د هانا همپالووا له تښتونکو وغوښتل چې نوموړې دې خوشې کړي.
د هغه بس ډرايور چې تښتول شوې نجونه په کې سپرې وې د جمعې پر ورځ مشال راډيو ته وويل چې تښتوونکي د امنيتي سرتېرو په وردۍ (دریشۍ) کې ول او نجونه يې د ايران خوا ته د سرحد پر لوري بوتللې.
لا تر اوسه کومې ډلې د دوی د تښتوونې ذمه واري پر غاړه نه ده اخيستې.