د افغانستان لرغونې اثار خطر ته مخامخ دي


د برتانییا انډپنډنټ ورځپاڼې په یوه مقاله کې لیکلي دي چې د افغانستان لرغونې اثاثې له خطر سره مخامخ دي.ورځپاڼه لیکي چې د کابل په جنوب ختیځ کې د پراته ولایت لوګر د (میس اینک ) په نامه د میسو داسې زېرمه ده چې په نړۍ کې دویمه ګڼل کېږي.


دا د افغان حکومت او چین لپاره د میسو داسې زېرمه ده چې د اټکل له مخې سل اربه ډالرو ارزښت لري. او د نورو لپاره دا د یو ډېر تاریخي ارزښت وړ داسې سیمه ده چې د ژیړو د استعمال په لرغونې دوره پورې اړه لري.

په دې کې پر سل ایکړه جوړه د عیسایانو لرغونۍ روحاني ماڼۍ هم شامله ده ، د کومې چې اېله لس فیصده بیرته رغول شوې ده.

ورځپاڼه لیکي ، که چېرې دا وران کړل شو نو به یې مانا دا وي چې ګواکې افغانان له یو ډېرې تاریخي ورثې بې برخې کړل شو.

د ورځپاڼې په لیکنه ، د لسیزو د جګړو مانا دا ده چې افغانستان د لرغونو اثارو او میوزیمونو په شکل کې ډېر څه له لاسه ورکړي دي.

په ۲۰۱۲م کال کې په لومړي ځل برتانیا د افغانستان ملي میوزیم ته اته سوه داسې لرغوني توکي وسپارل چې په ناقانونه توګه برتانیا ته وړل شوي وو.