په قبایلي سیمې شمالي وزیرستان کې په یوه ځانمرګي برید کې د وژل شویو پاکستانیو سرتېرو شمېر ۱۷ ته رسېدلی دی.
چارواکو د یکشنې په شپې مشال راډیو ته وویل، دا حمله د شنبې پر ماښام د ایشا پر پوستې شوې ده.
استخباراتي چارواکي وايي، ځانمرګي له بارودو ډک ټانکر له پوستې سره وجنګاوه.
د دوی په خبره، امنیتي سرتېرو وسله وال ته د ودرېدو اشاره وکړه چې سمدستي هغه چاودنه وکړه.
چارواکي زیاتوي، په پېښه کې د ژوبل شویو سرتېرو کره شمېر ۴۰ دی، چې په کې د ځینو روغتیايي وضع خرابه ده.
هلته د ابو بصیر په نوم یو کس رسنیو ته ځان د مجاهدین انصار ډلې ویاند په توګه ورپېژندلی دی او د دې حملې پړه یې منلې ده.